پروفيسور صاحب شاه صابر د كوزي پښتونخوا په شاعرانه ځمكه كي هغه ځلانده څېره وه، چي په ډېر كم وخت كې د هسك په څنډو راوځلېده.
د شعر له بحر نه يې ډېر څه راپورته كړل، په ليكوالو كي يې لوى ګامونه پورته كړل، او په دې منډو ترړو لګيا وو چې يې د مرګ پور پرې كړ.
د كندهار پوهنتون مشرتابه او محصلين د ښاغلي صاحب شاه صابر مړېنه د پښتو خوږې ژبې ته لويه ضايعه بولي او د لوى خداى (ج) څخه پښتني ټبر ته د داسي نورو ستورو غوښتونكي دي، او د ده لحد ورته روښانه غواړي. اروا يې ښاده
جار قربان
د محبت رازونه پټ ساتمه
په زړه د زړه دردونه پټ ساتمه
نور د يارانو زړونه نه پخوم
نور به د زړه زخمونه پټ ساتمه