بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو هيوادوالو!
تاسو ټول پوهيږئ چې په مورنۍ ژبه زده کړه دزده کوونکي طبيعي،اسلامي،او قانوني حق دی. چې په دې صورت کې ماشوم ښه ذهني او اروايي وده کوي، او دملي هويت په ساتنه او ټينګښت کې هم بنسټيز رول لري.
دلوی خداې په فضل له ډيرو هڅو او کوښښونو او دهيوادوالو دبيابيا غوښتنو په نتيجه کې دکابل ښآر په ځينو ښوونځيوکې هغو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه زده کړې پيل شوې چې پخوا له دغه حق څخه محروم وو. ددې لپاره چې دا ملي او انساني پروسه بريالۍ شي بايد دغه ښوونځي پياوړي شي،ښوونکو ته يي دښوونې دطريقو په باب کورسونه داير شي، زده کوونکو ته دساينسي مضامينو او ژبو بشپړوونکي پروګرامونه پيل شي او دزمانې له غوښتنو سره سم خپرونې ورته وشي. چې په دې کې زموږ اوستاسو دهر يو برخه مهمه او ضروري ده. هيله ده په لاندې برخو کې دخپلې مرستې په باب له تياري څخه مونږ خبر کړئ چې ديو منظم پلان له مخې دهر چا برخه په اړونده ځای کې په پام کې ونيول شي:
- دښوونکو په روزنه کې
- زده کوونکو ته دبشپړوونکو کورسونو په دايرولو کې
- دعلمي موادو او خپرونو په برابرولو کې.
- دټولنې دمشرانو او والدينو په پوهاوي او دهغوې دملاتړ په جلبولو کې.
- دعلمي غونډو په جوړولو کې
- او دپورته پنځه پروګرامونو دعملي کولو لپاره په مالي مرست کې ه:
هغه هيوادوال چې غواړي ددې پروسې دبشپړ برياليتوب لپاره مالي مرسته وکړي، په څو ډوله يي کولای شي:
- له خپل مياشتني عايد څخه ديوې معينې فيصدۍ(0.5- 2% پورې) مياشتنۍ ونډه ورکول.
- په يو ځل يوه معينه اندازه مرسته کول.
- ديومعين زماني مهالويش له مخې مرسته کول (درې مياشتې،شپږ مياشتې،يو کال…. )
- له سوداګرو او نورو مينه والو څخه دمرستو جلبول.
تراوسه دلوې خداې په فضل دڅوتنو افغانانو په مالي قربانۍداکمپاين ډير بريالی پرمخ روان دی چې دبيلابيلو فعاليتونو په څنګ کې يې ددرې ملي،علمي غونډو جوړول او ځينې خپرونې ښې بيلګې دي.
موږ له ټولو هيوادپالو افغانانو څخه غواړو چې دخپل ملت او فرهنګ سره دمينې دثبوت لپاره ددې پروسې سره مالي مرسته وکړي. که ستاسو مرسته لږه يا زياته وي په هر صورت کې دقدر وړ ده او په دې کار تاسو دافغانانو په منځ کې دفرهنګي او ملي پرمختګ لپاره دمالي قربانۍ کلتور رواجوئ. هيله ده خپلې مرستې په لاندې بانکي حساب کې واچوئ
عزيزي بانک – 00 101 412 011 825
او دډاډ لپاره موږ ته په دې پته بريښناليک راوليږئ:
Hindara1919@yahoo.com
موږ باور لرو چې افغانان دبيدارۍ دې کچې ته رسيدلي دي چې دخپل هيواد او کلتور او خپلو بچيانو سالمې او متوازنې روزنې لپاره هر ډول مرستې کوي.
موږ به ډير ژر تاسو ته دخپلې پوستي پتې په باب هم معلومات درکړو.
په درنښت او مننه