مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-10-09   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

ټولو هيوادوالو ته په وياړ او سرلوړۍ مبارکي وايو

پوهنوال رسول باوري

سلام فرهنګي ټولنه په هيواد کي د اولسمشرۍ لپاره د ټولټاکنو د بهيرپه بري پای ته رسيدلو په اړه، ټولو هيوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندي کوي .

 افغانانو يوځل بيا  خپل هوډ او هيله د ټولوټاکنو په ستره ننداره ګاونډيو هيوادونو او ټولي نړۍ ته  په ډاګه کړه چي :

1 : افغانان د نورو غرضي لاسوهنو پرته په خپلو کي د ورورۍ ، انساني کرامت او ډيموکراسۍ پر بنسټ ، تر هر بل ارزښت او هري بلي اړيکي  د خپل هيواد ملي ګټواوارزښتونو پالنه او درناوۍکوي ؛

2 : افغانان که په مالي او اقتصادي برخه کي د پرله پسې 25 کالو جګړو له وجي ناتوانه شوي ، خو د سياسي ځيرکتيا په هغه پړاو کي دي چي د خپل هيواد په ټاکونکو ګړيو کي  په پوره سر ښندنه او بيله ډاره د خپل هيواد او د خپلو ملي وياړونو تر څنګ ودريږي ؛

3 : افغانانو دا څرګنده کړل چي د خپلو ستونزو د حل لپاره سوله ايزي هڅي ،  سياسي ډيالوک او ملي ګډون د بهرنيانو د هر ډول ناروا لاسوهنو پرته ، غوره کړيدۍ .

4 : او افغانانو دا هم څرګنده کړل چي په هيواد کي توپکيان او د توپک زيږنده شخصيتونه او دهغو اړوند ذهنيتونه  ځای نه لري يوازي به  د هغه بهير ملاتړ کوي چي د ملت او اولس رايو ته پاملرنه اوهغو ته د لومړيتوب حق په کښي برملا وي .

سلام فرهنګي ټولڼه په دې باور ده چي : افغانانو په خپل هيواد کي داولسمشرۍ لپاره د ټولټاکنو بهير چي د ديمکراسۍ ستره او لومړنۍ ازموينه وه ، داسي په برياليتوب تر سره کړل چي  هوښيارتيا او تدبير ته يې يوځل بيا نړۍ هک حيرانه پاته شول . اوس  د راتلونکي ټاکل شوي مشرتابه دنده ده چي د دموکراسۍ دا بهير د افغانانو د بنسټيزي غوښتني په څير ومني اود لاسوهني پر ته يې پر له  پسې وساتي او دټول هيواد منل شوۍ دود يې وګرځوي .

په پای کي يوځل بيا تاسو ټولو هيوادوالو ته د دې ستر جشن د بري مبارکي وايو .

 تل دي وي افغانستان او افغان نوميالۍ اولس

د  سلام فرهنګي ټولني مشرتابه جرګه ګۍ 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery