دعلامه حبيبي صاحب اودهغه داثارومنيوالودخبرتيالپاره !
دهيواددسترتا
يخ پوه اوڅېړونکي دپښتوادب دآسمان ځلانده ستوري علامه حبيبی ويبپاڼه پرليکه شوه.
څو ورځي مخکي مي د يوې نوي ويبپاڼي ( علامه عبدالحي ح
بېبي رسمی ويبپاڼه) ترنامه لاندي د پرليکه کېدلوخبر ترلاسه کړ. ددې پاڼې دخپرېدواوپرليکه کېدوسره ډيرزيات
خوش شوم ،ځکه له ډيره وخته دې تشې دلوی استادعلامه حبيبي داثرومينه وال ځورول .له نېکه مرغه دادی اوس دهغه دم
ينه والواوخپلوانوپه زياراو زحمت دالويه تشه ډکه شول اودلوي استاد علامه حبيبي صاحب علمې اثاروته ځانگړې
شوې ويبپاڼه دهغه داثارومينه والوته وړاندي شوه .
پدې ويبپاڼه کې دعلامه حبيبي
صاحب پېژندنه (ژوندليک) کتابونو ،مقالو اوشعرونوته ځاي ورکړل شوی دی .
ددې
ويبپاڼي پر ليکه کېدوسره نه يوازي دعامووګړوبلکي ځوانانو اودتارخي مسايلوڅېړونکوهغه ستونزه حل شوه کوم چې
دهيوادپر تاريخي اوادبي مسايلودليکني په وخت کښي ئې دلوي استاداثارولوستلوته اړتيادرلوده ،خولاس رسئ ورته
ډيرگران اوځينوته ناشونی و .
اوس به له دې لاري په افغانستان اوبهرکي ځوان نسل
اوڅېړونکي په اساني سره وکولائ شي دهيواددتاريخي اونورومسايلوپه اړونده دعلامه حبيبي په علمي اوتاريخ اثا
وکې پوره اوکره معلومات ترلاسه کړي .
زه پداسي حال کې چې ددې پاڼي جوړونکودغه
تکل ته دقدرپه سترگه گورم ټولوهيوادوالواودعلامه حبيبي صاحب دعلمي ،تاريخي اودبي اثارومينه والوته بلنه
ورکوم ترڅوله دې پاڼي نه په استفادې سره دعلامه حبېبي له علمي اوادبي اثروسره اشنااوله هغوی نه پراخه گټه تر
اسه کړي .
دلوی استاد علامه حبيبي صاحب زوی او د علامه حبيب ويبپاڼي چلوونکي ښاغ
ي خوشال حبيبي دنوموړي ويبپاڼي په اړه بېنواويبپاڼي ته داسي وويل : د علامه
حبيبى ويب پاڼه شپږ مياشتي پخوا پرانستل شوي ده .
د ويب پاڼي کار کونکى زه او خوشحال ايازي يو. تخنيکي کا
ونه ئي د ايازي صاحب په غاړه دي او مواد زه ورته پيدا کومه . دا ويب پاڼه د جوړيدو په حال کي ده او په آينده کي
نوي مواد په بکښي علاوه سي .
ددې ويبپاڼي پته داسي ده www.alamahabibi.com