د كندهار په تاريخي ښار كي د لوم
ړي ځل لپاره د افغان نوښت مشورتي دفتر په زړه پوري نندارتون پرانيستلو ته هوډ كړي دي، ددې نندارتون موخه په دې
سيمه كي و لاسي صنايعو ته وده وركول او بازار پيدا كول دي، تر څو ددې سيمي د لاسي صنايعو هنرمندان تشويق او
پياوړي سي چي و خپل صنعت ته نوره وده وركړي.
په نوموړي نندارتون كي به ددې سيمي لاسي هنرونه مينوالو ته ور و
پېژندل سي او ارزښت به يې ورته روښانه سي.په نندارتون كي لاسي غالۍ، كمبلي جاى نمازونه، لاسي خامكونه، غاړي،
دوپټې، انځورونه، رخچيني، د نارينه، ښځينه او ماشومانو ډول ډول كالي، د مريو څخه جوړ سوي شيان، غاړګۍ، جا
ونه، دستمالونه، خاورين او ميسي لوښي، له زرو څخه جوړ سوي ګيڼي،له ډبرو څخه جوړ سوي رنګارنګ شيان او داسي
نور وړاندي كيږي.
ټول هيوادوال ددغه په زړه پوري نندارتون نندارې ته د سرطان د اولسمي نېټې څخه بيا تر
يوويښتمي (د جولاي ۷ څخه بيا تر ۱۱) نېټې پوري ورتللاى سي او ددغو لاسي صنايعو د نندارتون له نندارې څخه خوند
اخيستلاى سي.
دغه نندارتون چي د سيمي د لاسي هنرونو د مشهوره كېدو او لا پياوړي كيدو په موخه جوړ شوي دي نو
ټول وطنوال بيله كوم مصرف او ټكټ څخه ليدنه كولاى سي. نو راځى ټول هيوادوال خپل د سيمي لاسي هنرونه ووينو.د
يادوني وړ ده چي هر څوك كولاى سي چي د خپلي خوښي څيزونه په مناسب قيمت رانيسي.
د نندارتون پته:
مد ينه هوټل، كابل دروازه، اتحاد روغتون ته مخامخ
احمد جان نظري: ۰۷۰۰۳۳۰۲۴۷
نجيب الرحمن:
۰۷۹۹۸۰۶۴۹۸