مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-07-05   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دافغانستان دځوانانو دمركزاحتجاج ليك

دافغانستان دځوانانو مركز

دافغانستان دځوانانو مركز له افغان دولت څخه په كلكه غوښتنه كوي چې دمحمداصف ننګ پرضد له وخته مخكې او دشواهدو دنه درلودو له امله تش تور ته دپاې ټكې كيږدي. ځكه چې له دولت او بيا له استخباراتي ادارۍ سره تراوسه داسې كوم سند رسنيوو ته نه دې ښكاره شوې چې په ريښتيني ډول دځوان اصف ننګ پرضد ترې دهغه په توقيف كې دساتلو لپاره كار واخستل شي. كه چيرته دنوموړي په اړه لګول شوي تورونه ناسم ثابت شول نو ايا دولت او يا ددغه دولت استخباراتي شبكه به دځوان اصف ننګ دحيثيت اعادې ته چمتو شي؟ ايا دده دسپكاوي او دهغه تور په بدل كې چې پرې لګول شوې داسې كوم اقدام وشي چې دنوموړي دغه ځور او ربړ جبيره كړي؟ كه چيرته په ريښتيني ډول ددوۍ په ګمان اصف ننګ له بيروني كړيوو سره په لاس درلودو تورن وي نوبيا ولې دپارلمان بې شميره غړي، ددولت بې شميره وزيران او دنورو دولتي ادارو په لسهاو او سلهاو هغه لوړپوړي مامورين چې روسيي، فرانسې، ايران، جرمني ، امريكا او پاكستان ته په نره دخدمت پر ليكه ولاړ دي نه نيول كيږي اونه پرې هم يو بابيز تور ګول كيږي.
دافغانستان دځوانانو مركز له دولت او په ځانګړي ډول دولسمشر حامد كرزي څخه په كلكه غواړي څو ددغه افغان ځوان دراخوشې كولو او ثبوت څخه مخكې پرې دتور لګولو څخه دځان ساتنې بيړنۍ اقدام وكړي.

په د نښت
دافغانستان دځوانانو مركز
كابل
aycafghanistan@gmail.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery