مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-09-04   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

د دعوت یوه هېله او ملي غوښتنه!!؟

محمد طارق بزګر

  دعوت ادارې پتیلې ده چې د خپل لرغوني هېواد د اکلتوري بډاینې او راتلوونکي کول ته د ښه رښتیا موندنې او پر ملي، کلتوري او تاریخي کړنې په مستند او لاسوند ول راټولې، خوندي او د وخت سره سم یې د دعوت ادارې برسیره نورو اړوندو ملي ارشیفونو ته هم وسپاري.
له ښه شامته چې تر دې دمه نوموړې ادارې په خپلو هلوځلو یو څه د یاد وړتاریخي او کلتوري مواد (فلمونه)، کتابونه او ډیر چاپي توکي راټول او خوندي کړي دي او د همدې ار له مخې له خپلو ټولو درنو، پتمنو او میړنیو هېوادوالو هېله کوی چې په دې ملي هڅه کې ورسره مله شي. نو که د ګران هېواد افغانستان په اړه هر ډول مستند فلم، ویدیو،CDسي ډي، وی سي ډیVCD، ډی وي ډیDVD، کتاب، مجله، اخبار، انځور او.... لنډه دا چې د افغانستان په اړه هر څه او په هره ژبه ولری نو اصل یا کاپی یې موږ ته راولیږۍ په ارشیف کې د ساتلو برسیره که لوی الله غوښتې وو ټول دغه اسناد به  په مستند او پرلپسې ډول ترتیب  او بیرته د هېوادولو چوپړ ته وړاندې شي. (څاڅکی څاڅکی دریاب شی) نو په دې ډول به خواره واره فلمونه او تاریخي پېښې تر یوه حده په یو ځای کې راټولې، خوندي او په ښه او مستند ډول به ترې ګټه واخستل شي.
نو درنو ورونو خویندو !
د نړئ په هر ګوټ کې چې یاست زموږ  مرستې ته راودانګۍ  چې له یوې خوا مو ملي، اسلامي، کلتوري، انساني او افغاني رسالت او مسئولیت ترسره شي او له بلې خوا به مو لاپسې د لرغوني تاریخ، کلتوري او ادب مراندې م رغلیینې او د تاریخي دښمنانو اوتو بوتو او له تورې سپیني په امن شي.
د دعوت ملي خپلواکه خپرونه ستاسو او ستاسو له پاره په کاغذي او انترنتي بڼه خپریږي  او اوس غواړي چې دګران افغانستان په اړه هر ډول اسناد اغونډ او په مناسبو ځایونو کې یې بیرته وکاروي. نو تاسو به په خپلو مرستو سره  افغان ولس ته ډیر څه کړي وي. اځئ چې د خبرو په ځای د عمل ډګر ته شو.

ستاسو له مرستو نه مخکې له  مخکې مننه

د دعوت اداره

د افغان ولس په خدمت کې

زموږ پوستي پته:
Dawat
P.O.Box. 289
2001 Lillestrom
Norway

د ت يفون شميرې:
Tel.+ 47 - 63844385
 Mobile. + 47 - 90856195

د فكس شميره:
 Fax. + 47 - 63844385
 
د انترنت په نړيوال جال زموږ پته:
www.dawatnet.com
د بريښنا ليك پته:
e-mail. dawatnet@start.no
زموږ بانكي پته
Postbanken, Post Giro AC# 0530 2294668
 
د پوره اړیکو له پاره لاندې لینک وګورئ
http://www.dawatnet.com/ariki.shtml

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery