مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-09-27   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

پانګه مياشتنۍ اقتصادي مجله (خپرونه)

بشیر نادیم

د لومړي ځل لپاره په كندهار كې يوه په زړه پو ي  اقتصادي مجله سوداګرو،پانګه والو، زدكونكو، دولتي ارګانونو، موسساتو او وطنوالو ته وړاندې كېږي
دا مجله به د سوېل لويديځ زون د اقتصاد نمايندګي كوي، با استعداده او وړ كسان به د دې مجلې د نشراتو او خپرونې مسو يت په غاړه لري، دا راز به ددې مياشتنۍخپرونې كيفيت  ښه وي، مفيد مضامين او با كيفيته نشرات به ولري،  د عامو شركتونو، سوداګرو او ځينو نورو پانګه اچونكو اعلانات، ږغ او مركې به هم له  همدې لارې خپرېږي.

د ظرفيت لوړول او عامه پوهاى به د دې مجلې مهم هدف وي، مجله به د سيمې د اقتصادي پياوړتيا لپاره هلې ځلې كوي او ورته مضامين به خپروي.

له تاسو څخه په ډېر درنښت هيله كېږي چې لاندنيو موضوعاتو ته په پام سره خپلې ليكنې، تبصرې، څېړنې او نور مطالب راولېږئ او له خپلې خوښې سره موضوعات انتخاب او د مجلې لپاره پرې ليكنې وكړئ:

لومړۍ برخه:
سودا ګريز اعلانونه
ټولنيز اعلانونه
سوداګريز ش كتونه
فابريكې او توليدات
ماركېټونه او دكانونه
ارګانونه
شخصي سوداګر
دولتي اعلانونه
كار موندنه
موټران او نور عراده جات
زراعتي توليدات
پروګرامونه
د معاملاتو لارښوونه (ځمكې، كورونه او نور جايدادونه)

دويمه برخه:
د اقتصاد د پوهې پياوړتيا
اداره (منجمنټ)
محاسبه (حساب)
بازار موندنه (ماركيټنګ)
سوداګريزې اړيكې
سوداګري (كورنۍ او بهرنۍ)
پانګه اچونه او په سيمه كې  يې ام كانات
صنعت (كوچنى او لوى)
لاسي هنرونه
زراعت (توليدات، ټكنالوژي، مالداري او داسې نور)
(Information Technology) معلوماتي ټكنالوژي (كمپيوټر، انټرنټ او ميډيا)
د افغان دولت اقتصادي پلانونه
د افغان دولت د ماليې نظام او پاليسي
د سوداګرو او عامه خلكو سره مركې او د اقتصادي ستونزو څېړنه

درېيمه برخه:
د هيواد په كچه اقتصادي پيښې او خبرونه، نړيوال اقتصادي خبرونه
دولتي او غير دولتي پراختيايي پلانونه
ب پړشوي پروګرامونه او پروژې

هيله ده زموږ سره په لاندنيو پتو اړيكې ونيسي او د مجلې لپاره خپلي ليكنې، تبصرې، څېړنې ، وړانديزونه او نور را ولېږئ:
Info.panga@gmail.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery