مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-03   مخپرونکئ : عُمر واحديار

د افغان ولس کلتوري ټولنې خبرتيا

ديپلوم انجينر محمدحکيم اګدري

 


د ويانا (وين) په ښوونځيو کې د پښتو ژبې د زده کړې رسمي پيل شوه

په هغه مخکينۍ خبرتيا پسې چې پر ۱۳ /۲/۱۳۸۶ نيټه په بېنوا وېب پاڼه کې خپره وې وه دا دی د راوروسته پرمختګونو په اړه غواړو يادونه وکړو چې:
د «افغان ولس کلتوري ټولنې» په پرله پسې هڅو، د پښتو ژبې د مينه والو په هر اړخيزه مرسته او د اتریش د ښوونې او روزنې وزارت په پرېکړه د وين په ښوونځيو کې دافغان زده کوونکيو لپاره پښتو ژبزده کړه  په رسمي توګه پيل شوه.
د وين ښار د ښوونځيو رياست د ۲۰۰۷ کال د سپټامبر پر۲۶ نېټه رسمي پرېکړه وکړه چې د روان کال داکتوبر له لومړۍ ورځې دې د وين په ښوونځيوکې دافغان زده کوونکيوله پاره دپښتو ژبزده کړې بهير پيل شي.
دهمدې پرېکړې له مخې به نوموړې زده کړې هره اونۍ
 د دوشنبې پر ورځ  له دوو بجو په فولکس شولی مېنګېرګاسې ۳۳ 
1210 Wien,  Mengergasse 33
 او د سه شنبې پر ورځ له دوو بجو په فولکس شولې نايلرايښ ګاسې۱۱۱  
   1010 Wien,  Neilreichgasse 111
کې پرمخ بېول کېږي .
په دې توګه، د زده کوونکيو کورنيو مشرانو ته په درناوي خبروبلنه ورکول کېږي چې دزده کړې.
دپيل پرلومړيو ورځو له خپلو لوڼوــ زامنوسره يو ځای اړوندو ښوونځيو ته په خپل راتګ سره نوموړي بهير ته لا ځواک وپياوړتيا ور وبښي .
 هغه کورنۍ چې لاتراوسه يې په پښتو ژبزده کړه کې دلوڼوــ زامنو ګډونپاڼې رارسېدلې نه دي، هم کړای شي چې په خپل راتګ او د ګ ونپاڼوپه ډکولوسره له دغه بهير سره همغږي شي.

مننه
افغان ولس کلتوري ټولنه- اتريش

يادونه :
– د لسمې ناحيې (نايلرايښ ګاسې ۱۱۱) د ښوونځي د زده کړې د څرنکوالي په اړه د راتلونکې جمعې په ورځ (د اکتوبر په ۵ نېټه) د ماسپښين دوه بجې د اړوند سيمې زده کوونکي او د هغوی کورني مشران د همدې خبرتيا له لارې رابلل کېږي.
– که د دې خبرتيا په اړه لا هم پوښتنې لرئ په دغو لاندينيو تیليفون شمېرو اړېکي نيولای شئ.
0650 220 4468
0664 60 806 603
د برېښليک پته:
Afghan_wulas@yahoo.de

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery