مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-09   مخپرونکئ : روښان ملګری

د پنځلسو کسانو د اعدام په اړه د جمهوري رياست اعلاميه

هېواد

څرنګه چې ګران هېوادوال خبر دي يو شمېر حرفوي قاتلين او جنايتکاران د هېواد له امنيتي وضعيت نه په ناوړه استفادې سره، د وسلې په زور زړه بوږ نونکي جنايتونه چې انساني او بشري وجدان له هغې څخه کرکه کوي، په سازمان شوې توګه ترسره کړي دي.

د دغو ح فوي قاتلينو او جنايتکارانو له ډلې څخه يو شمېر د هېواد د امنيتي ځواکونو په هڅو د وژنې، بغاوت، د ملي او نړيوا و شخصيتونو په تښتونه، وسله واله تښتونه، برمته نيونه، ډله ييزه زنا له وژنې او نورو جنايتونو سره يو ځاى چې د انساني کرامت پر خلاف دي، ونيول او د هغوى د دوسيو په بشپړېدو سره د پريکړې لپاره د هېواد با صلاحيته محکمو ته وړاندې کړى شوې.

درې ګونو محکمو د اړوندو دوسيو له دقيقې څېړنې څخه وروسته، دغه سړي وژونکي او جنايتکاران د بېلابېلو جرمونو په کولو سره د اعدام په حکم محکوم کړل.

د افغانستان  د اسلامي جمهوريت سترې محکمې د درې ګونو محکومو د حکم له صدور څخه وروسته چې د هغې پر بنسټ هر يو له دغو قاتلينو څخه د اعدام په سزا محکوم شوى و، د افغانستان  د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د ١٢٩ مادې په رڼا کې اړوندې دوسيې د جمهوري رياست مقام ته وړاندې او د اعدام د منظورۍ غوښتنه يې وکړه.

 

د جمهوري رياست مقام د شرعي احکامو مطابق، د لا د ت، ځيرکتيا او يقين د ترلاسه کولو لپاره،  د درې ګونو محکمو د پريکړو د بشپړ قانونيت او د بشر حقونو ته د د ناوي په موخه يو با صلاحيته کميسيون د ۱۹-۷- ۱۳۸۵ نېټې د ۲۷۲۰ ګڼې د حکم له مخې د څو تنو تکړه  قاضيانو او څا نوالانو  په ګډون جوړ کړ او اړوندې دوسيې يې تر څېړنې او ارزونې لاندې ونيوې. کميسيون د هرې قضيې په اړه بېل بېل نظر ترتيب او د محکمو د پريکړو قانونيت او د جنايتکارانو  درانه جرمونه يې تاييد کړل او د شريعت د حکم د پلي کولو او د نورو لپاره د عبرت د درس په موخه، د ټولنيز نظم د ټينګښت لپاره چې دغه جرمونه يې ګواښي، د سزا  و کول  يې ضروري وبلل.

 د دې تر څنګ موضوع د افغانستان  د اسلامي جمهوريت د عدلي او قضايي کميټو په جلسو کې په تکراري ډول  د افغانستان  د اسلامي جمهوريت د ښاغلي قاضي القضات، ښاغلي لوى څارنوال، په عدلي او حقوقي چارو کې د جمهوري رياست د مقام مشورتي بورد، د عدليې محترم وزير او د ملي امنيت د شورا ريس د افغانستان د اسلامي  جمهوريت د ښاغلي جلالتماب ښاغلي جمهور ريس په رياست مطرح شوه او تر يو لړ خبرو اترو و وسته د درې ګونو محکمو پرېکړې د ټولنيزې سوکالۍ، د قتل له زړه بوږنونکو پېښو څخه د مخنيوي، د وسله والو تښتونو، ترور، اختطاف او د جرايمو له بېلابېلو ډولونو څخه د خلاصون او همدا راز  په هېواد کې د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې ضروري وګڼل شوې، چې له همدې کبله د جمهوري رياست د مقام له خوا د سترې محکمې وړانديز منظور، لوى څا نوالۍ او د عدليې وزارت ته يې دنده وسپاره تر څو د درې ګونو محکمو پرېکړه پلې کړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery