محترم ابراهيم سپيڅلي سره خواخوږي.
ګران او محترم سپيڅلی صاحب!
په خواشينۍ سره خبر شو چې ځوان ورور مو په شهادت رسيدلی دی.
انا لالله و انا اليه راجعون .
مونږ په داسې
حال کې چې د اختر په مبارکو ورځو کې تاسې سره په دغه درانه غم کې شريک یو، د لوی څښتن تعالی له دربار څخه تاسې ته د
زړه صبر او خدای بخښلي ورور ته مو فردوس جنت غواړو.
الله مو له نورو غمونو او خفګانونو وساته.
ستاسې ورور
بشيراحمد ګواښ
(د ټول افغان د“مور” ويبلاګ چلوونکی)
www.tolafghan.com/mor
بوسټن، امريکا
سپېڅلى صاحب د ورور په شهادت مو خواشينى شوم
د بېنوا ويبپاڼي له ګران همکار
يکوال او ژورناليست محمدابراهيم سپېڅلي سره د هغه د ورور د شهادت له کبله په دې غم کي ځان شريک ګڼم، ښاغلي
سپېڅلي او د هغه درنې کورنۍ ته د جميل صبر غوښتنه کوم او شهيد ته جنتونه غواړم.
آمين
ميرويس جلا
زى
کابل
زه هم په خپل وار سره دښاغلي سپيڅلي صيب دورور دشهادت له امله ده او دده درنې کورنۍ ته دزغم هيله
کوم٠ خدای دې ارواښاد شهيد ته فردوس جنت په نصيب کا او بيا دې خدای پاک موږ ټول له داسې غمه وساتي٠
ام
ين
ستاسو ورور عبدالغفور لېوال