مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-21   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

په بلجيم کي دیوې علمي څېړندغونډي دجوړیدوخبرتیا

هادي

په بلجيم کي د افغان کلتوري بهير   او  سلام فرهنګي ټولني  په نوښت  ،  د افغاني کلتور نوميالي خدمتګار سرمحقق عبدالله بختاني  د علمي -  کلتوري خدمتونو څيړنغونډه جوړيږي .
په غونډه کي د ښاغلي سر محقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار دعلمي شخصيت د ناوۍ  اود هغه پر ادبي تخليق  او  شعري سبک به څيړنيزي مقالې او ويناوي واورول سي  . غونډه  دوې برخي لري  :
لومړۍ : علمي برخه
د استاد سر محقق عبدالله بختاني خدمتګار پر اثارو ښاغلي پوهان :
١ : داکتر شيرولي شير
٢ : استاد حبيب الله رفيع
٣ : داکتر طارق رشاد
٤ : کره کتونکۍ زرين انځور
٥ : پوهنوال سول باوري
او شمير نور ، خپلي څيړنيزي ليکني او ويناوي اوروي .
دوهمه برخه :مشاعره  او  ټنګ ټکور

د استاد خدمتګار سره يو ماښام 
زيرئ ، زيرئ ، زيرئ

الحاج استاد عبدالرحمن رحماني د افغاني موسيقي برلاسۍ استاد او په  افغانستان او سيمي کي منلۍ او نامي صوفي  د طرب او خرابات يار ، په خپل  ښکلي  اواز سره  زموږ محفل ته وياړ را بخښي  .

نېټه او مهال
د   ٢٠٠٧ \ ميلادي کال  د اکتوبرمياشتي ٢٧ \ اوه ويشتمه نېټه
  د شنبې ورځ د مازيګر څلور بجې 
د اړتيا پر وخت لاندي تليفون شميرو سره اړيکي ونيسۍ :
003268665550
0032495614551
0032497101683

پته :
Rue de la fosse,60
7810  Maffle
Belgique

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery