مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-19   مخپرونکئ : عُمر واحديار

لر او بر د افغانستان د نړيوال جشن په مناسبت نوې ډالۍ

عبدالله احسان

ستا په دربار کي څو وگړو ښې تحفې وړاندي کړې

زما (عبرت) دي په تحفه کښي وي دا سر  درسره

شهيد عبرت

www.larawbar.com

 د نوي افغانستان دجوړيدو د ۲۶۰ کاليزي د نړيوال جشن د نمانځلو پر مهال نن په جرم ني کي د همدې ورځي په مناسبت د لر او بر ډاټ کام په نوم يوه نوې ويبپاڼه د دې تاريخي جشن او علمي څېړنغونډي مشرتابه پلاوي ، جوړونکو او برخه واله ته ډالۍ کيږي چي وروسته به د پوهانو ، عالمانو، ليکوالو او سلګونو تنو وطنپاله افغانانو په وړاندي د غونډي د مشرتابه پلاوي  لخوا په رسمي ډول پرانستله سي . 
 

دا ويبپاڼه به دلر او بر افغانستان د ورځنيو تودو خبرونو تر څنګ دډيورنډ د بدنامي کرښي  په اړه په پرله پسې ډول علمي ليکني ، مرکې او بېلابېل معلومات خپروي ، دا ويبپاڼه دلر او بر افغان ولس د ژبي  د پرم ختګ او علمي کيدلو ، د پاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي کوي .

د ډيورنډ د بدنامي کرښي پر دواړو خواو مېشت پښتون قام  د يووالي او ددوی تر منځ د اړيکو ټينګول او پراختيا د لر اوبر ويبپاڼي اساسي هدف دئ . 

په دې ويبپاڼه کي د لر او بر افغانستان د سيمو په باره کي د معلوماتو تر څنګ د عکسونو يو بډای البم ، ويډيوي کليپونو او اپورونو شتمن ارشيف جوړول په پام کي نيول سوي دي همدا ډول لر او بر ويبپاڼه د زيات شمې شاعرانوشعرونه د هغوی په خپل ږغ کي خپروي ، سندريز ارشيف جوړوي او داسي  نور . 

د لر او بر افغانستان ويبپاڼه دټول لر او بر افغان ولس د پوهانو ، ليکوالو او مشرانو څخه هيله کوي چي  د خپل ځوان ولس د پوهاوي  ، پښتو ژبي او پښتون ولس د پرمختګ  او لر او بر افغانستان د بيا يووالي او  اتحاد په لاره کي له موږ څخه خپلي مشورې ، وړانديزونه او همکارۍ ونه سپموي .

لر او بر ويبپاڼه د نورو ټولو پښتو ويبپاڼو سره د ښه نيت او افغان ولس ته د خدم ت پر اساس ګډ کار او همکاريو ته تياره ده. 

 

په درناوي

د لر او بر ويبپاڼي د کارکوونکو استازئ

 

 

اړيکي: larawbar.com@gmail.com

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery