دنوى افغانستان
دجوړيدو د ۲۶۰ كليزى دنړيوال جشن غونډى ته
درنو استادانو، مشرانو او خويندو ورونو! زما نيكى هيلى او
احترامات ومنئ !.دافغانستان دکلتوری ودی ټولنی د همیشنی ابتکاراتو څخه په کورودانی او مننه چی نن یوځل
بیادنوی افغانستان دجوړیدود۲۶۰ کلیزی دنړیوال جشن په غونډه کی دافغانستان د معاصر تاریخپوهانو د ځلانده
ستورو دسترو خد متونو دویاړ یاد ابتکار ته لاس غزولی اود هغی د ارزونی په خا طریئ د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه ستر
عالمان او تاریخپوهان رابللی چی مونږاوتاسی دهغوئ دارزونو شاهد وو .
محترمو! ۲۶۰ كاله پخوا ستر احمد
اه باباپدى سيمه كى دميشتو قومونو په مشتركه مساعى او برابرو حقوقو سره ددولت په واقعى مفهوم دنننى
افغانستان دبنسټ ډبره كيښوده او ټول اوسيدونكى پرته له تبعيضه متساوى الحقوق افغانان وګڼل شول. نوم
وړى تشكل نه يواځى دهغه وخت په كچه بلكه دنن ورځى دمدنى ټولنو د ارزشونو له مخى خورا لوړ پراګماتيك معيارى
تشكل ګڼل كيږی . ستر احمدشاه بابا دهمدغه دموكراتيك اصل په مټ دپراخه پرګنو ملاتړحاصل او پدى سيمه كى ئى لويه
امپراطوری جوړه کړه.دخپلی امپراطورۍ په ګوټ ګوټ كى ئى دټولو دپاره دمنلو وړ ټولنيز پراخ بنسټه حكومت او دولت
جوړ او په ملك كى ئى افغانى پرګنيزه عملى دموكراسى برقراره وساتله چى تاسى محترمو استادانو دهغى په مختلفو
اړخونو پوره رڼا واچوله.
درنو استادانو او حاضرينو! زمان او مكان دوه مقولى دى چى دهرى پديدى او خلقت
او باالخصوص دټولنيزو پديدو او نظامونو دايجاد، تحول، تكامل او پايښت په پروسه كى ټاكلى او قاطع رول لرى.
يو عالم ديوه ستر تصميم دنيولو په وخت دزمان ارزش داسى بيانوى ” نن وخته دى خو سبا به ناوخته وى“. ستر احمد
اه بابا ددغه كتګوريو دعملى ارزش له مخى په تمام عيار ټاكلى وخت دشرائطو مطابق پخپل منطقى تصميم سره په
ملك كى خورا معقول ټولنيز سياسى نظام جوړ كړ چى بديل ئى زمونږ راتلونكى تاريخ ونشو ليدلى او دغه تړلى ټينګ
نظام هميشه دخارجى غاصبانو او داخلى متعصبو تنګنظرانو دسترګو اغزى ګرځيدلى وو.
زمان ددرى مرح
و څخه متشكل دى: ماضى، حال او راتلونكى. ماضى دافغانى ټولنى دحال او مستقبل بنسټ جوړوى چى ۲۶۰ كاله پخوا
دهمدغه لوى احمدشاه بابا په خارق العاده ابتكار او دافغان اولس په قهرمانۍ په بى سارى او بى بديله توګه
ايښودل شويدى. حال زمونږ او ستاسى رسالت دى چى استفت تر منزله ورسوو، خپل رسالت ايفاء او په ټاكلى منزل كى
ئى په عالى كميت او كيفيت سره راتلونكى نسل ته وسپارو.
ټولنيزى پديدى، نظامونه، دولتونه، ادارى،
سازمانونه او انستيتوتونه دهر څه دمخه تاريخى پديدى دى او دوخت په هره ګړۍ او شيبه كى دهغوى رول او رسالت
مشخص او ټاكلى دى. كله چى دزمان او مكان په تغير سره سياسى ــ اجتماعى وضعه بدليږى، ورسره سم دحل سياسى لارى
او رسالتونه هم تغير مومى دمثال په توګه ميرويس نيكه، احمدشاه بابا ، وزير محمد اكبر خان ، امان الله خان ، م
شروطه خواهانو، ويښ زلميانو، نور سازمانونو، او ملى قهرمانانو پخپل وخت كى ټاكلى رسالتونه او مسؤ
يتونه درلودل. كرزى صاحب، دهغه دولتى ادارى، موجوده سازمانونه او زمونږ همدا نننۍ غونډه هم ټاكلى رسالت او
مسؤليت لرى . لوی احمدشاه بابا خپل رسالت پرون ایفاٌکړی اوهغه چاچی ندی ایفاًکړی دهغوئ په هکله تاریخ لازم
ضاوت کړیدی .پدی ستره غونډه کی،دتاریخ پدی حساسه مرحله کی چی افغان اولس د مرګ اوژوند ، بودونبودپه پوله
ټیږی،پکاردادی چی مونږ خپل رسالت تشخیص،تثبیت اودهغی دایفاًپه خاطر مشخص او جدی اقدام وکړو .
څه ډول ټاكلى رسالت او مسؤليت تشخيصيدلى شى؟ دمخه ما عرض وكړ چى هره مشخصه سياسى اجتماعى وضعه دحل مشخصه
اره لرى. ددغه لارى ټاكل څه ډول ممكن دى؟ كارپوهان وائى چى هره سياسى وضعه او مشكل ځانته اساسى علت، تضاد
او اساسى غوټه لرى. تر څو پورى چى همدغى اساسى غوټى ته لاس ور نه وړل شى او خلاصه نشى مشكل به حل نه شى. دغه
اساسى غوټه به كومه وى؟ ټول افغانان، دولتى مسؤلين، پخپله حامد كرزى، په افغانستان كى دخارجى ميشتو
وتونو مسؤلين دخارجى دولتونو چارواكى په پوره اتفاق سره وائى چى : دافغانستان بود ونبود دپوښتنى لاندى دى،
په افغانستان كى نظام نشته، امنيت نشته، ادارى فساد او ډيرى نورى ناخوالى موجودى دى.داکتوبرپه میاشت کی په
افغانستان باندی دامریکی دحملی شپږګ کاله پوره شول . داكتوبر په اتمه نيټه دامريكى دكانګرس دهيئت
يئس ويلى چى په افغانستان كى دبوش سياست ناكام دى او امريكا به حتمآ افغانستان دهميش دپاره دلاسه وركړى.خوک
زی صاحب اوس هم مصمم دی په همدى جنګى جانيانو، دبشر دحقوقو په ناقضينو، مفسيدينو او مختليسينو
پواسطه نظام او دولت جوړ كړى . دا كار پخپله دكرزى صاحب دحكومت او دولت قانونى او حقوقى مشروعيت
دپوښتنى لاندى راولى. دوهمه پوښتنه به دا وى چى ايا په رښتيا هم بين المللى قوتونه دملګرو ملتونو او
امريكى په مشرۍ چى عملٱ ټول جهان اداره كوى، په افغانستان كى دامنيت د تامين او اصلاحاتو څخه عاجز دى؟ دا خبره
دهغوۍ حضور په افغانستان كى دجدى پوښتنى لاندى راولى. دبلى خوا دافغانستان ګاونډيان لا پخوا په كمين كى ناست
دى او خپل توسعه طلبانه حرصونه او پوچ ارمانونه چاغوى. دا ټولى خبرى ددى دپاره پوره دليل كيدلى شى چى واقعٱ
دافغانستان جغرافيائى فزيكى موجوديت دخطر سره مخامخ دى او همدغه اساسى غوټه ګڼل كيدلى شى. ځكه هر اولس كه
جغرافيائى موجوديت دلاسه وركوى نور ارزشونه ئى تحقق نشى پيدا كولى. او دافغانانو دپاره دوطن سره مينه په خاصه
توګه دتقدس حيثيت او مقام لرى نو ځكه كله چى روسانو په افغانستان خائنانه حمله وكړه، افغانانو عمومى قيام وكړ
او تر هغى ارام كښينناستل تر څو چى ئى اخرى عسكر د امو څخه شرميدلى پورى نه وته او په تاريخ كى هميشه هم
داسى وه. نن هم په حقيقت كى ټول افغانان پاڅيدلى دى.
دتعجب غټه خبره داده چى نن د يو موټى
افغانستان جغرافيائى موجوديت دځينى اجنبى پلوى افغانانو لخوا دخطر سره مخامخ دى او حتى درسمى تريبونو او
پارلمان دموقف څخه دغه ډول غير مسؤلانه او خائنانه څرګندونى كیږی .
درنو استادانو او محترمو ح
اضرينو! دپورتنۍ يادونى څخه وروسته غواړم دنننۍ غونډى درسالت او مسؤليت په هكله څو جملى په لنډ ډول عرض كړم.
درنو حاضرينو! په المان كى سياست چټله لوبه بولى. تر اوسه پورى چا ندى كړى شوى دسياست دپاره
ټاكلى تعريف وتراشى او فورمولبندى ئى كړى. مونږ او تاسى شاهد يو چى دنړۍ لوى سياست مداران په رڼو سترګو څومره
وى دروغ وائى او نن افغانى او بين المللى سياستونه په كثير المجهوله لاينحله معادله بدل شوى او يوه مكدره
فضاء ئى تشكيل كړیده . اولس دهغى دسپيناوى څخه عاجز دى. يواځى ملى وطنپرسته قشر يعنى تاسى محترم استادان
كولى شئ په هغى كى لازم صراحتونه او وضاحتونه راولى، اولس ته دوست او دښمن په ګوته او تر منځ ئى رڼه بي
دونكى كرښه كش كړئ.
محترمو استادانو! ديرش كاله كيږى چى دا ډول غونډى جوړيږى. مونږ او تاسى چى د يو څه
تنفس امكان لرو ددغه ډول غونډو دجوړيدو فرصت او حوصله هم لرلى شو. خوزمونږ اولس همغسى چى ئى ټول بود و نبود
ددغه ظالمانو سره پخپل عادلانه جنګ كى دلاسه وركړى، ديوى شيبى حوصله هم نده ورپاتى. راشئ نن دهغه اعجاز،
جادو او نهائى تصميم په باره كى فكر وكړو چى دمرګ په پوله پروت افغان غم ځپلى اولس ته داخرى سلګۍ په فرصت
كى نجات وركړی انسان چاته دقیامت د ورځی نه دجنت وعدی ورکولی شی اونه ددوزخ څخه څوک ویرولی شی . دتصمیم
ورځ هدانن ده.راشئ چی همدانن د بدرنګ او بى حيثيته ژوند څخه داولس دخلاصون تصميم ونيسو تر څوافغان
اولس دسيالو سره سيال پاتى شى. شرم دى دهغه چا لپاره چى دبال بچ سره دپنځو ټنګو په خاطرنن هم دقسم خوړلى دښمن
خائنه دستګاه او لعنتى ميډيا فعاله ساتى، ورته دخپلى خيټى نه توجيهات برابروى او ددغه لوئى غوښتونكى، ځان
غوښتونكى تنګنظره دجال دډولۍ لاندى سر ټيټی روان دى. پكار دادى :
· نننۍ
غونډه بايد دخپل روشنفكرى رسالت او بی له تاخیره مسوًلیت له مخى ددوست او دښمن تر منځ كه خپل وى كه پردى، كه پټ
وى كه ښكاره روښانه كرښه كش او په څرګند ډول ئى يو تر بله سره تفريق او اولس ته په ګوته کړی .
·
دهمدغه تشخيص له مخى دعمل يوه څرګنده سياسى فتوا بايد صادره شى
· موجوده دولت ته دى دباصلاحيته افغانى روشنفكرى شورا لخوا ددرى مياشتو څخه تر
پږو مياشتو پورى وخت وركړى شى چى په موجوده وضعه كى ژور بنيادى اصلاحات شروع او سرته ورسوى.
· په غير صورت كى دى دهمدغى باصلاحيته ملى وطنپرسته روشنفكرى شورا لخوا بديل اعتم
ادى متخصص كسان ددولت او حكومت دپاره پيشنهاد شى.