مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-21   مخپرونکئ : روښان ملګری

کرزى صاحب سورمخيو ته دومره اجازه مه ورکوه .

کټوازى، غزني

څه موده وړاندې   طلوع ټلويزيون په اطلاعاتو او کلتور وزارت پسې د خپلو پرله پسې تخريبي رپوټونو په ترڅ کې يو وار بيا د بيان د آزادۍ کومه معام ه درلوده چې د همېش په څير يې لومړى دوه تنه داخلي  د ژورنالېستانو رښتوني! پلويان  ،کارشناشان!، د کلتور وزارت دوه پخوانۍ ازمايل شوې څېرې  (سنچارکي او توحيدي ) را وغږول او خپلې تکراري او بيزنسي خبرې يې وکړې . دوى خو د احسان الله اشرف د ليکنې په قول پنځوس ډالري والادي، له دوى نه څوک ګيله نه کوي، اوس نو د ددې حساب او کتاب معلومول هم وخت غواړي،چې سنچارکى اوتوحيدي هم د هغو ماشيني ژورنالېستانو په قطار کې راځي چې په ورځ کې په لسګونو توليديږي.  ددغو ښاغلو ناپييلتوب خو هم موږ ټولو ته معلوم دى چې لږ لږ دانه د متحدې جبهې له لوري هم وراچول کيږي.دا خبره هغه وخت ښه په ثبوت ورسيده ،چې د احمد شاه مسعود د مړينې کاليزه سږ کال نمانځل کيده او سنچارکي د مسعود د محفلونو د پروګرامونو انانسري کوله . له دې څخه دا په ډاګه کيږي، چې د سنچارکيانو اتحاديې ته موږ ملي اتحاديه نه شو ويلاى بلکي د ټلوالې د ژورنالېستانو اتحاديه ده .
 په هر حال زموږ اصلي خبره په هغه سور مخي وه چې تر نامه لاندې يې وليکل شول: (( په افغانستان کې د اورپا د کميسيون سفير )). دغه سورمخي زموږ په کلتوري او ملي حريم باندې کلک تېرى وکړ او په کار داده چې ولسمشر يا پارلمان له نوموړي سورمخي نه کلکه پوښتنه وکړي چې تا ښاغ ي دغه خبره په کوم جرات وکړه،چې د کلتور وزارت ته اړتيا نشته او بايد له منځه لاړ شي. موږ دغه سورمخي ته وايو چې ته لومړى د افغانستان له چاپيريال نه ځان خبر کړه او بيا دغه بې کلتوره نظر ور کړه . نور دې نو  قضاوت خپله  درانه لوستونکي وکړي چې سور مخي څه غواړي او د څه لپاره دغه هېواد ته  راغلي دي .خبره او جرات يې تر دې ورسيدل چې اوس زموږ کلتور او فرهنګ ته په ډاګه د هېڅ په سترګه ګوري او دافغانستان کلتور او فرهنګ  داسې نابودوي لکه په جنوب کې چې د پټو سترګو بمبارۍ کوي او په سلګونو ميندې او ماشومان يې تر اوسه له خاورو سره خاورې کړي دي . لنډه دا چې انسانانو ته مو د انسان په سترګه نه ګوري او افغاني فرهنګ ته مو د فرهنګ په سترګه نه ګوري او د خپلو واکم نانو او حاکمانو د بې پروايى له کبله خبره اوس تر دې را ورسيده چې هر څه په سپين سترګۍ او بې حيايۍ سره ووايي .
په پاى کې مو يو وار بيا له ښاغلي ولسمشر او پارلمان نه په کلکه هيله داده چې په دې برخه کې له دغه سورمخي نه پوښتنه وکړي،چې ايا نوموړى ددې خبرې حق او صلاحيت لري چې د افغانستان د کلتور او فرهنګ په اړه داسې بې خلتې فير وکړي. .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery