مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-10-22   مخپرونکئ : عُمر واحديار

دافغانستان جشن ته د غازي محمدجان خان ټولني پيغام

               د نوي افغانستان   د ۲۶۰ کلیزې په ویاړ په جرمنی کې د جوړ شوي نړیوال جشن ټولو ښاغلو او آغلودرنو ګډون کونکو ، برخه والو  او میلمنو ته د غازی محمد جان خان د علمي او مشورتي ټولنې په استازیتوب  ددغه سترې ناستې په مناسبت مبا کی وایم او د الله (ج) له سپیڅلی دربار څخه  تاسوټولو راټولو شوو درنو او قدرمنو پوهانو ، ادیبانو، مشرانواو کشرانوته سترې بریاوې  غواړم .
 ډیرې بریاوې مو په برخه شه !
په قدم ، قلم او درهم مو برکت شه  !
درنو او قد منو پوهانو!
              د غازی محمد جان خان علمي او مشورتي ټولنه د افغانستان په دې ستونزمنوشرایطو او حالاتو کې
دې دا ډول سترې  ناستې او جشن  د رابلل کیدو او جوړیدو هرکلۍ کوی او ټولو پریکړو ته یې د قدر په ست ګه ګوری . د ټولنې مشرتابه پلاوی  او ټول غړی  له هر هغه قدم  او پریکړې سره چې د هېواد او ولس ملی ګټې ، ارامی ، ثبات او پرمختګ په کې خوندي وی ، ځانونه ژمن بولی او په دې لاره کې هر ډول مرستې ته تیار دی .
قدمنو برخه والو !
            دغه جشن او ناسته په داسې مهال کې جوړیږی چې زموږ هېواد د تاریخ په دې نازک پړاو کې  د ټوټې کیدو ه ستر ګواش  اوستر بشری ناورین سره مخامخ دی . ولس مو وږۍ ، تږۍ اولڅ دی .اداری فساد،  نشه یی توکو او ترحګریزو پیښو مو ټول ملی او دودیز ویاړونه تر سوال لاندې راوستې او د کمزورې  ادارې او واکمنانو له امله ورو په ورو ټول ولس له ښې راتلونکې  څخه  بې برخې کیږی . چې دا هر څه تر ډیره بریده د سیاسی مصلحت  له مخې ددولتی ادارې د جوړیدو،د ټولنې پر واقعیتونو سترګو پټول او تن نه ورکول او ځینو مشخصو ډلو ټپلو ته د امتیاز ورکولو له کبله پر خلکو تپل کیږی .
            دم ګړۍ  د دولت  او ولس تر منیځ د لری والي او بې باوری واټن  مخ په ژوریدو دی او ه دې سره جوخت د دښمنیو او تعصبونو لړۍ یو ځل بیا په پراخیدو ده . هر څه ته د شک او دښمنۍ په سترګه کتل کیږی . ولس هم په دوه لاره کې بند پاتې دی او ډیره سخته به وی چې کوم لوری ته مخه کړی .په داسې ترینګلو او سختو شرایطو کې د دوست او دښمن ، تیری کونکی او لاس نیونکی توپیر او پیږندل هم ستونزمن کار دی . د ولس په یو والی او د هېواد په سمسورتیا، ارامتیا او پرمختګ مونه ګاونډیان او نه د نړۍ ځینې کړۍ خوشحاله دی او ځینې بیا را ته په بربنډه توګه د هېواد او ولس غلیمان روزی او په خپلو کې مو یو پر بل وژني .
درنو عالمانو !
             ټولنه د ناستې او ج ن  پلاوی او ټولو درنو برخه والو ته د ویلو ډیر څه لری خو دم ګړۍ وړاندیز کوی
چې راتلونکی ناسته او جشن دې دافغانستان د ننه جوړ شي. همدا شان وړاندیز کووچې ګډون وال دې په خپلو پریکړو سره افغان دولت او نړیواله ټولنه دې ته  وهڅوی چې د اوسنیو حالاتو دکابو  کیدو لپاره څه ډول مشخصه ستراتیږی لری  او که نه ؟ وړاندیز لرو چې تاسو پوهان ، څیړونکی او عالمان د خپل هېواد او ولس لپاره څه لری ؟ موږ غوره بولو چې تاسو افغان دولت او نړیوالې ټو نې  ته دیوې ښې راتلونکې په موخه یو ه تګ لاره ورکړی او پر هغه واقعیتونو یې پوه  او خبرکړی چې لا تر اوسه پرې باور نه کوی .هغه  دا چې مار ته دې په خپل لستوڼې کې نور ځای نه ورکوی  .

ستاسو ټولو د بري  او نیکم غي  په هیله
محمد نعیم حقمل
د ټولنې منشی
د ۱۳۶۸ کال د تلې ۲۸

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery