په خوا شنۍ سره مو خبر
تر لاسه کړ چي د هيواد پيژندل سوی علمي او حقوقي شخصيت عبدالله عـصمتي د٦٦کالو په عمر دهغه نارو غۍ له مخي چي
ورته پيښه سوې وه دهالينډ دهاردرويک دښار په روغتون کي وفات سو( خدای دې وبخښي ) . مرحوم عبدالله عـصمتي چي دخپل
عمر ډيره برخه يې په خدمت او دخلکوپه چوپړکي تيره کړې وه يو ټولنيز شخصيت او خلکواو هيواد ته وفا داره انسان
وو.
همدغسي دمرحوم عصمتي صاحب ودوستانو او مينه والو ته خبر ور کول کيږي چي دمرحوم عصمتي صاحب جنازه
سبا دجمعې په ورځ په هارددرويک کي دهغه دکوره څخه اخيستل کيږي او خپله په هايدر ويک کي دمسلمانانو په هديره کي
پر دولس نيمو بجو خاوروته سپارل کيږي . همدغسي ودوستانو ته خبر ور کول کيږي چي دمرحوم عصمتي صاحب فا تحه هم په
هارددرويک ښار کي دشنبي په ورځ دترکانو په مسجد کي د دو بجو څخه تر څلورو بجو پوري دهغه دکورنۍ له خوا
اخيستل کيږي.( روح دې ښاد وي )
دمرحوم عصمتي صاحب لنډه پيژندنه :
مرحوم عبدالله عصمتي
دافغانستان پيژندل سوی شخصيت دمرحوم عبدالحق عصمتي زوی اودمحترمي معصومې عصمتي کشروروراود ذبيح الله عصمتي
مشرورور دی . مرحوم عبدالله عصمتي په کال ١٩٤١م کي زيږيدلی او خپل ابتدائي زده کړي يې د کابل په اماني ليسه کي
تر سره کړي دي ، چي بيا وروسته په کابل کي دحقوقو په پو هنځی کي شا مل سو . او دحقوقود پو هنځی څخه په علی
درجه بريا لی سو او بيا يې خپل نور لوړدماسترۍ تحصيلات په ما سکو کي تر سره کړي دي . هغه يوقانون پوه او پيژندل
سوی شخصيت وو ، مر حوم عصمتي صاحب دهيواد په بيلا بيلو ولايتونو کي ماموريتونه کړي دي ، مرحوم عصمتي صاحب په
کند هار کي دستري محکمې ريـس په توګه دنده تر سره کړې ده او بيا په همدغه ولايت کي د لوی څارنوا په تو ګه دنده
تر سره کړې ده او دکابل په لو يه څارنوالي او دا سي نورو مهمو ځايونو کې د هيواد پالني په روحيه سر ه خپله دنده
تر سره کړې ده . او وروستۍ دنده يې په افغانستان کي دريا ست جمهوري دحقوقي مشاور په تو ګه دنده تر سره کړې ده . م
حوم عصمتي صاحب په ډيررو ژبو پو هيده لکه پښتو ، فار سي ، روسي ، انګليسي او په ور سته کې په هالينډي ژبه هم خب
ي کولا ی سوای . اوس دهغه پر مينه څلور زامن او يوه دهغه مر حوم ميرمن پاته سوه .
قاله ان لله وان
الله را جعون