په اتریش – ویانا کې د پښتو ژبې د
نړۍ وال سیمینارجوړول ملي هڅه ده
د ګران هیواد افغانستان په ملي ژبه، پښتو، باندې د علمي سیمینار جوړول
ډېرغټ سیاسي اهمیت لري
ژبه نه یوازې کولتوي، بلکې یوه سیاسي پدیده هم ده. یوه ملي او مرکزي ژبه د ملت جوړونې د
ملا تیر جوړوي. تر څو چې ژبه د یوه هیواد په سیاست او دولت کې ځای و نه لري، ویونکي یې هم رښتینی سیاسي رول نه شي
لوبولی.
په افغانستان کې د ژبې ستونزه ، په رښتیا چې، یوه ملي ستونزه ده. په کار دې چې د دې ستونزې د رښتیني حل له
پاره اړین ګامونه پورته کړو.
د ژبې مرکزي کول او په ملت جوړونه کې د ژبې په اهمیت باندې کار کول د یوه ملي دولت
دنده ده، خو له بده مرغه چې نننی افغان دولت او بیا په دولت کې اړوند کولتوري مقامات د پیل په غوږ کې پراته
دي.
د افغانستان د جوړېدو ملي جشنونه او نورې ملي ورځې، چې په کارده دولت یې ولمانځی، دلته اوهلته یې، له ښه م
غه، دغه او هغه کولتوري ټولنې لمانځي.
منو چې زمونږ نننی سیاسي شته والی زمونږ له پرون سره نښتی دی، خو دا د
دې مانا نه لري چې په نننیو اقتصادي، ټولنیزو، کولتوري، پوځي او سیاسي ستونځو دې غوږونه کاڼه کړو او خپله ټوله
انرژي، فکر او وخت دې په پرون ولګوو... په کار ده خپل پرون او نن سره ونښلوو.
زه په اتریش کې د افغان ولس کولتوري
ټولنې ته د دې نوښت مبارکي ورکوم.
ناروې
د اکټوبر اوه ویشتمه