بسم الله الرحمن ال
حيم
هالنډ - ۲۹-۱۰-۲۰۰۷
د اطلاعاتو او کلتور وزير ښاغلي عبدالکريم خُرم د ۲۰۰۷ اکتور ۲۷
نېټه د صوفي شاعر عبدالرحمان بابا د درې سوم تلين په مناسبت په خپل پيغام کي ژمنه کړېده چي په ښکلې او مناسبه
بڼه به د صوفي شاعر رحمان بابا دېوان چاپوي او د هغه پر قبر د ډبرليک جوړولو تر څنګ د هغه مزار په مرمرو وپوښي ،
په پيغام کي داسي راغلي دي .
" زه د اطلاعاتو او فرهنګ د يوه خدمتګار په توګه د علومو اکاډومۍ دغه څيړنيز او
علمي سمينار جوړول ستايم او دا ژمنه کوم چې په مناسب فرصت کې به د پښتنو ددغه معنوي بابا شعري ديوان د يوې م
عنوي او ادبي پانګې په توګه په ښکلې او مناسبه بڼه له سره چاپ کړو ،همدغسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا به
په پيښور کې د رحمان بابا په مزار کې دده پر قبر ډبرليک نصب او پر مرمرو به وپوښل شي " .
که څه هم دغسي چارو ته
پاملرنه د يوه هيواد د کلتور د وزارت دنده ده خو ؛ د اطلاعاتو او کلتور مخکني وزير ملي ضد او افغاني ضد کړنو
ته په پام کي نيولو سره د لراو بر ويبپاڼي اداره د اطلاعاتو او کلتور د وزير ددې ملي او افغاني احساس د ستايني
تر څنګ د ژمي او بارانونو څخه مخکي د هلمند د بست تاريخي کلا چي دځينو دولتي افغان دښمنه کړيو له خوا يې د و
انولو هڅي رواني سوي دي، د ژر پاملرني او اقدام غوښتنه کوي .
همدا ډول د لر او بر ويبپاڼي اداره د ښووني او
روزني او لوړو زده کړو د ښاغليو وزيرانو څخه هم غوښتنه کوي چي د ډيورنډ کرغيړني کرښي هغه پلو مېشت افغان ولس
له ياده ونه باسي ، وخت په وخت د هغوی له حاله ځانونه خبر کړي ، د افغان ولس د بچيانو سره ددوی په مورنۍ ژبه د
ښووني او روزني او افغان محصلينو سره د لوړو زده کړو په برخه کي مرسته او همکاري وکړي.
په درنښت
عبدالله احسان
د لوی افغانستان لر او بر ويبپاڼي چلوونکی