مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2007-11-01   مخپرونکئ : عُمر واحديار

د غازی محمد جان خان د علمي ټولني څرګندوني

محمدنعيم حقمل


درنو او پتمنو هېواد والو  !
اسلام علیکم !

  د افغانستان اساسي قانون  د هېواد ټولو ماشومانو ته حق ورکړی دی  چې په خپلو مورنیو ژبو زده کړې وکړی او د همدې قانون  له مخې د افغانستان جمهوری دولت دنده لری  تر څو  د هېوادماشومانو ته په خپلو مورنیو ژبو  د زده کړې لارې  اوارې کړي .دا په یوه ولسواکه ټولنه کې د هر ماشوم حق دی چې ژبې ته یې په د نه سترګه وکتل  شي او له نورو ژبو سره برابر حق  ورکړ شي .
کابل د افغانستان  پلازمینه او داسې یو ښار دی  چې په هغه کې نیژدې څلور ملیونه پښتانه هزاره، تاجک ، ازبک او نورو وروڼه  قومونه میشت دی . دا خلک حق ری  چې د قانون په وړاندې مساوی وي او هیڅوک د بل چا په حق تیری و نه کړي .
دا چې د افغانستان د یوې سوکاله ، نیکمرغه او ښې  راتلونکی په موخه  اوس د پوهنې وزیر ښاغلی اتمر او نورو درنو  چارواکو ته تاریخی او ملی دنده سپارل شوی ده، چې په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې ، ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته په پښتوژبه (او بیا وروسته په نورو سیمه ایزو یا خو ملی ژبو )زده کړه وشي ،دا ډیر یو په ځای ، قانونی ،منلی او منطقی اقدام
دی او د هر هېواد پال افغان دنده ده چې پوره ننګه یې وکړی.
دا چې څو ورځې وړاندې د طلوع ټلویزیون له لارې د ولسی جرګې یو تن غړی نجیب الله کابلی او حشمت غنی احمدزی په خپلو څرګندونو کې د پوهنې وزارت له دې نیک اقدام سره مخالف وښود او د پوهنې وزیر یې په ملی خیانت (!) تورن کړ . د غازی محمد جان خان علمي او مشورتي ټولنه په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت ورته کړنې ستایي او ننګه یې کوی، نجیب الله  کابلی او حشمت غنی احمدزی ته وایی چې د افغانستان د اساسي قانون  دې پوره درناوی وکړی اود ټولنې واقعیتونوته دې تن ورکړی او هغه دې په ورین تندی  ومنی .
د نوموړو کسانو په څرګندونو کې تر ډیره بریده  دښمنی ، تعصب ، کرکه او نفرت موجودوو او دا ډول بې بنسټه څ ګندونې د هغو احساساتی کسانو له خولې څخه راوزی ،چې  نه ښه سابقه لری او نه یې په خبرو کې منطق، ژوره مطالعه ، پوهه ، تجربه او علمیت وی .
ټولنه  پوره باور لری ، چې د افغان ولس غوڅ اکثریت د پوهنې وزارت کړنو او فعا یتونو ته د قدر په سترګه ګوری  اوپه دې برخه کې په ډیره مینه او اخلاص د ښاغلی اتمر ملاتړ کوی .

په ډیر درنښت
محمد نعیم حقمل
د ټولنې منشی
کابل – افغانستان
د کال ۱۳۸۶ د عقرب د میاشتې ۱۰ نیټه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery