دخپریدو نیټه : 2007-11-25 مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل
افغان فرهنګيان ۲۹ ژباړل شوي كتابونه چاپوي
د افغان كلتوري ټولنو ګډه جرګه
د( پښتو او ژباړې اړتيا
سيمينار) په ترڅ کې ، چې د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې او پښتو نړيوالې م
رکې له خوا جوړ شوی و، افغان فرهنګيانو پښتو ته د ۲۹ ټوکه ژباړل شويو اثارو د چاپ لګښت پر غاړه واخېست
. په سيمينار کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال پوهنمل غلام نبي فراهي دا اعلان وکړ، چې ددې کال
تر پايه چې کوم کتابونه چاپېږي يو غوره کتاب ته به د نوموړي وزارت له خوا غوره جايزه ورکوي او ۳ عنوانه ژباړل
وي کتابونه به وزارت چاپوي. دغه راز د غونډې برخوالو له خوا د ژباړې د يو ځانګړي انسټيټوټ د جوړېدو غوښتنه
وشوه او د ملاتړ لپاره يې ډاکټر محمد اکبر اکبر درې زره(۳۰۰۰) او پوهاند رسول امين درې زره او پنځوس(۳۰۵۰) ام
يکايي ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.