د پښتون/افغان قامی وحدت دکا
وان یو بل ګل هم ورژيد.
خان لالا محمدافضل خان
په ډیره خواشينۍ سره خبر شوم چې د پښتنو ټولنیز
ولسولیز ګوند(PSDP) دمشرتابه دفتر مشر او د پښتون قامی وحدت د کاروان لاروی، ډاکتر شیرافضل ګردیوال لدی فانی
نړۍ څخه په 24.11.2007 نېټه په جرمنی کی د ابدی دنيا په لوری د تل لپاره وکوچيد.
انالیه وانالله
اجعون
ارواښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال پښتو او پښتونولۍ سره بې کچه مینه درلوده او دپښتني نړۍ یوتکړه او روڼ
انده هستۍ وه، چی د پښتون/افغان قامی وحدت په ډګر کی یی خپله میړانه څرګنده کړی او دپښتنو دبیدارولو او
پوهولو په لاره کی یی په بی ساری ډول هلی ځلی کړی دی. دنوموړي مړينه دهيواداوسيمې سياسي بهير او
پښتون اولس ته يو ستر تاوان دی .
زه دهغه دکورنۍ ،دوستانو،ملګرو او د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند سره دهغه
دمړينې په غم کې ځان شريک ګڼم اود ارواښاد ډاکتر شیرافضل ګردیوال لپاره دلوی څښتن له درباره دمغفرت غوښتنه
کوم . روح دی ښاد وی٠
محمدافضل خان
د عوامی نشنل ګوند مشر
درشخیله ـــ سوات
په ډيره خواشينۍ مو خبر تر لاسه کړ چې ډاکټر صاحب شير افضل ګرديوال له دې نړۍ سترګې پټې کړې٠
ارواښاد ډاکټر
ګرديوال يوه ملې پانګه وه چې د هغه مړينه نه يواځې د ګران هيواد لپاره دردونکې ده بلکه په اوسنې وخت کې د علم
په ډګر کې يو لوی تاوان دې٠
زه په خپل وار سره د ارواښاد ډاکټر صاحب کورنۍ ته د تسليت پيغام وړاندې کوم او د هغې
کورنۍ سره د غم په ټغر ځان ناست بولم او د پاک څښتن تعالی په دربار کې هغه ته د بخښنې لپاره د دعا لاسونه لپه کوم
٠
اروا يې ښاده او ياد يې تازه وسه٠
ډاکټر احمد احسان زمانې
زيوريخ، سويس
د غمشريکۍ پيغام
ډير زيات خواشيني يو چي د هېواد يوبل روڼ اندي او د هېواد او اولس خواخوږي
يرافضل ګرديوال د تل لپاره د خپل فيض او لارښونو محروم کړلو .
انا الله انا اليه راجعون
سلام فرهنګي
ټولنه او ټول اړوندان يې په دې غم کي ځانونه شريک ګڼو د مرحوم شيرافضل ګرديوال سپيڅلي روح لپا
ه د لوی څښتن ( ج ) حضورته د فردوس جنت دعاکوي او کورنۍ ته يې د زړه صبر غواړو .
امين يا رب العالمين
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري
له ډنمارک څخه د خواخوږی پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کو چې د ګران هېواړ افغانستان یو تن مطرح علمي او فرهنګي شخصیت ا
واښاد ډاګټر شېر افضل ګردېوال په حق رسېدلی
( لوی خداې دې ښه جنتونه ور په
برخه کړي )
خدای بښلي ډاکټر ګردېوال هم دننه په هېواد او هم له
هېواد نه د باندې د خپل ټول عمر یوه زیاته برخه د افغانستان د پرمختګ ، د افغانانو د ملي او تاریخي هویت د خوندې
ساتلو او پیوستون په لاره کې تېره کړه .هغه په سرلوړۍ ژوند وکړ او په نېکنامۍ یې له دې فاني نړۍ څخه ست
ګې پټې کړې .
په ډنمارک کې د افغانستان او ډنمارک د ف
هنګي خدمتونو مرکز ( خپلواکۍ ) اداره او غړي ، دغه راز ټول هغه کسان چې له ارواښاد ګردېوال سره
پېژندګلو لري د نوموړي ناڅاپي مړینه د افغانستان خلکو ته یو ضایعه ګڼي او په دې توګه د ډاکټر ګ
دېوال له قدرمنې کورنۍ او دوستانو سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼي او دوي ته د تسلیت ژور مراتب وړاندې
کوو .
په درنښت
یوسف هېواددوست – د کوپنهاګن ښار
د تسلیت پیغام
د هیواد د علمي پانګې ډاکټر شیرافضل ګردیوال د مړېنې له کبله د ګردیوال او د هغوی د
تره د ځوی ښاغلي زرین انځور درنو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوم. د لوی خدای له درباره هغه ارواښاد ته جنتونه او
درنو کورنیو ته د زړه صبرغواړم.
انجنیر محمد انعام واک
ناروې
دافغان ساينس پوهانوټولنې د خواشينۍ پیغام
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په
پښتواوپښتونولۍ مين اودلراوبرافغانستان نامتو علمي او فرهنگي شخصیت ارواښاد ډاکتر شېر افضل گرديوال
په حق ورسيد.
( انا الله وانا اليه راجعون)
زه پخپله دخدای بښلي
اکتر شېر افضل گرديوال په مړينه ديوه مسلکي کارپوه اوښخصي ملگري په صفت او دافغان ساينس پوهانوټولنې په
استازيتوب سره ژوره خواښيني څرګندوم .
ارواښاد ډاکتر گرديوال يوه ملې ولسي پانگه وه چې د هغه مړينه نه
يواځې د گران هيواد لپاره دردونکې ده بلکه په اوسنې وخت کې د ساينس اوعلم په ډگر کې پښتون قام ته هم لويه
ضايعه بولم .
زه په خپل وار سره د ارواښاد ډاکتر صاحب خپلوانواو دوستانو ته د تسليت پيغام وړاندې کوم او
د لوی خدای له درباره هغه ارواښاد ته جنتونه او درنو کورنیو ته د زړه صبرغواړم.
دافغان ساينس پوهانوټو
نه ،له کورنۍ او دوستانو سره په دغه غم کې ځان شريک گڼي .
(اروا يې ښاده او ياد يې تل پاتې
وي)
(په درناوی)
پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ
په جرمني کې دافغان ساينس
پوهانوټولنې دمشرتابه غړی
نيټه : ٢٨-١١-٢٠٠٧