مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-01-01   مخپرونکئ : روښان ملګری

د ملنګ جان په اړه د اطﻻعات او فرهنګ د وزير پيغام

تر هر څه ړومبى په بلجيم کې د افغانانو کلتوري ټولنې ته د زړه له کومې نيکې هيلې وړاندې کوم چې د خپلو فرهنګي او ادبي هڅو په لړ کې يې د هيواد د نامتو ولسي شاعر د پنځوسم تلين نمانځنې ته اوږه ورکړه .
دا د ګران هيواد او خپل درانه ولس لپاره نيک شګون او د ښې راتلونکې زيرى ګڼم چې افغانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خپل کلتور ،فرهنګي او علمي مفاخرو د ساتنې او پالنې لپاره ا پاڅيدلي او په دې لاره کې  واقعاً لوى خدمت کوي .ارواښاد ملنګ جان چې زموږ د ولسي شاعرانو په لړ کې يو داسې اعر دى چې  هر شعر يې د جرس په څير د ويښتابه پيغام لري ، دده شعرونه هم د خپل ولس د هيلو ترجمان دي او هم ولس ته د بيدارۍ نغمې چې دا به زموږ د کلتوري او معنوي پانګې په توګه پاتې وي .د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به  ډير ژر ددغه درانه ولسي شاعر په درناوي د تلپاتې کېدو لپاره يو واټ دده په نامه ونوموي .
 له لوى خداى ج څخه د ملنګ جان اروا  ښاده او د خپل فرهنګ او ادب خدمتګاران په خپلو چارو کې بريالي غواړم .

په د نښت
عبدالکريم خرم
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery