مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-01-11   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

د نبي ساحل په ادرس د خواخوږی رارسیدلي پیغامونه

اداره

په ډېره خواشينۍ سره به ووايم، خبر شوم چې د درانه او مشر استاد ښاغلي محمد آصف صميم خسر او د ښاغلي قاري عبدالله پلار  ارواښاد ملك دلاور له دې نړۍ سترګې پټې كړي، زه د خداى پاك له درباره د نوموړي درنې كورنۍ ته زغم او ارواښاد ته جنتونه غواړم. همدارنګه د ګران محمد نبي ساحل د ارواښاد پلار محمدخان خزانه دار د مړينې له امله له ده او درنې كورنۍ سره يې په دې درانه غم كې ځان شريك ګڼم، دوى ته له خداى پاكه زغم او ارواښاد مشر ته فردوس جنت غواړم.
په درنښت
عبدا غفور لېوال


ګران او درانه ملګري نبي ساحل  او كورنۍته يې دمرحوم پلار او دوردګو دمخور سپين ږيري محمدخان خزانه دار صاحب د مړينې له امله
دلوى رب له دربار څخه دجميل صبر او لوى اجر غوښتنه كوم .
اودا بايد ووايم، چې دوردګو په ځانګړې توګه دشنيز درې خلك به د مرحوم خزانه دارصاحب هغه خدمت هېڅكله هېر نه كړي، چې د غازي محمدجان خان روغتون او دغه راز د يوې لويې ليسې لپاره يې خپله ډېره كرنيزه ځمكه په وړياتوګه وقف كړېده.
روح يې دې ښاد وي او كورنۍ ته يې جميل صبر غواړم 
د ارادې ورځپاڼې دفتر
كابل .سيدرحمن سالار


ښاغلى نبي جان ساحل ته د تسليت پيغام!
د ساحل صيب او دده درنې کورنۍ ته د لوى خداى ج د دربار نه داجر عظيم غوښتنه لرم او ګران خداى بښلې پلار ته يي د فردووس جنت هيله کوم.او په دى هيله يم چي دا غم د دوى ورستۍ غم وي.

د آريانا تلويزيون
د بلې ډيوې د خپروني چمتوکوونکي ډله
(وحيد توحيدي)


ګران او درانه ملګري نبي ساحل  او كورنۍته يې دمرحوم پلار او دوردګو دمخور سپين ږيري محمدخان خزانه دار صاحب د مړينې له امله دلوى رب له دربار څخه دجميل صبر او لوى اجر غوښتنه كوم .
اودا بايد ووايم، چې دوردګو په ځانګړې توګه دشنيز درې خلك به د مرحوم خزانه دارصاحب هغه خدمت هېڅكله هېر نه كړي، چې د غازي محمدجان خان وغتون او دغه راز د يوې لويې ليسې لپاره يې خپله ډېره كرنيزه ځمكه په وړياتوګه وقف كړېده.
روح يې دې ښاد وي او كو نۍ ته يې جميل صبر غواړم 

د ارادې ورځپاڼې دفتر
كابل .سيدرحمن سالار


له ښاغلي ساحل اوکورنۍ سره يې په غم غمجن يو!
دمرغومي ٢٤ مه:
په ډېرې زياتې خواشينۍ سره خبر و،چې دتکړه اوتاندليکوال اوژورنالسټ ښآغلي نبي ساحل پلارمحترم دو رپېښې ناروغۍ له امله وفات شويدى.دخواخوږي ادبي اوکلتوري ټولنې ټول غړي، له ښاغلي ساحل سره په دغه غم کې ځانونه شريک بولي،نوموړي اودنوموړي درنې کورنۍ ته جميل صبرغواړي اوارواښآد ته فردوس جنت.لوى خداى(ج) مودې باقي له غمه وساتي! امين!
دټولوغړيوپه استازيتوب
دخواخوږي ادبي اوکلتوري ټولنې مشر
الحاج غرزى خواخوږى


خداى دې جنتونه وركړي

په ډيرې خواشينۍ سره بايد ووايم چې زموږ د خوږ ملګري محمدنبي ساحل پ ار ښاغلى محمدخان خزانه دار د تيرې جمعې په ورځې له نړۍ سره مخه ښه وكړه، زه ګران نبي ساحل او درنۍ كورنۍ ته يې له لوى خدايه زغم او اروښاد ته جنتونه غواړم.

حكمت سروش


ستاسو غم زموږ غم دى

ډېر خپه يم چې خبر شوم د ګران نبي ساحل پلار  ښاغلى محمدخان خزانه دار د جمعې په ورځ دا فاني نړۍ د تل لپاره پرېښوده، ارواښاد د خپل قوم او كلي لپاره ډېر خدمتونه كړي وو، چې هيڅكله به د خلكو هېر نه شي.

الله پاك دې د ارواښاد كورنۍ ته زغم او ده ته جنتونه وركړي

په د نښت عبدالنافع همت


دكندهاركليدراډيود خواخوږۍم اتب
خوراخواشيني سوو چي دځوان ليكوال اودلپي مجلې دمسئول مديرنبي ساحل دقبله ګاه دمړيني خبرموترلاسه كړ.
دكندهاركليدراډيواداره دګران ساحل او د دوئ له پتمني كورنۍ سره خپله غمرازي ښيي اوله لوى څښتن (ج) څخه دمتوفي لپاره دفردوس جنت غوښتنه كوي .
په دې هيله چي د دوئ له كورنۍ څخه دغم ټغردتل لپاره ټول اوهمېشنۍ خوښي يي په برخه سي.
دكندهاركليدراډيو
اداره
كندهار-افغانستان


دترينكوټ جريدې دخواخوږۍ پيغام

كل من عليهافان ويبقي وجه ربك ذالجلال والاكرام () صدق الله تبارك
په خوراخواشينۍ خبرسووچې دګران دوست ، ځوان ليكوال اوخواږه ملګري نبي جان ساحل پلارله دې پاني نړۍ څخه سترګې پټې كړې.
انالله وانااليه راجعون ()
دترينكوټ جريدې اداره دساحل صاب اوكورنۍ سره يې خپله غمرازي څرګندوي اودلوي خداي (ج)څخه ورته داجرعظيم غوښتنه كوي .
لوى څښتن دې دساحل صاب قبله ګاه وبخښي اوكورنۍ ته دې يې زغم اوحوصله ورپه برخه كړي .
په درنښت
دترينكوټ اداره


په ډيرې خواشينۍ مو د ګ ان ورور نبې ساحل د پلار د مړينې خبر تر لاسه کړ٠ زه په دې لويه سانحه نبې ساحل ته د تسليت پيغام وړاندې کوم او د ارواښاد د مړينې له کبله د هغه د کورنۍ سره ځان د غم په ټبر ناست بولم او د ارواښاد د بخښنې لپاره د پاک څښتن تعالی په دربار کې د دعا لپاره لاسونه لپه کوم٠
اروا يې ښاده وسه٠
په درنښت
ډاکټر احمد احسان زم انې
سويس


پۀ استرالېا کی د افغانانو کلتورې ودې ټولنۀ دارواښاد خزانۀدار محمدخان دمړینی لکبله ارواښاد تۀ داللۀ ج ځخۀدجنت فردوس غوښتنۀ کوۍ او ګران ورورنبی ساحل او محترمې کورنۍ تئ دصبر جمیل استدعا کوو٠

  په درنښت
په استرالیا کی دافغانانو دکلتورۍ ودی ټولنی مشر
داکتر محمد ایمل
سدنې


                              &nbs p;                               & nbsp;    دترنک اونيزې دخواخوږۍ پيغام

دترنک اونيزې خپرونې غړي د تکړه لیکوال، پیاوړي ژورنا یست او فرهنګپال ځوان ښاغلي نبي ساحل د ارواښاد پلار د مړینې له کبله چې د تیرې جمعې په ورځ په حق رسیدلی دی خپله غمرازي او د تسلیت مراتب  وړاندي کوي .

مرحوم ته جنت فردوس اوكورنى ته يې دلوى صبرغوښتنه كوو.

                              &nbs p;                               & nbsp;              امين
                                ;                            د(ترنک اونيزي اداره) / زابل

 


د سيستان جريدې د چلوونکو د خواخوږۍ مراتب .

 

د ډېر ګران دوست محترم نبي (ساحل ) د پ ار  د وفات له امله  له اندازې زيات خواشيني يو او د ښکلي څ ښتن (ج) څخه ورته د فردوس جنت غوښتنه کوو ، درني شريفي کورنۍ او ټولو دوستانو ته يې جميل صبر غواړ و مرګ   ټولو موجوداتو ته راتلونکى دي خو خفه په دې سولو چي زموږ څخه يې دا ځل يو ډېر زړه سواندى او باتور شخصيت واخيست  .

روح  دي يې ښادي وي جنتونه يې په برخه

امين

 

د سيستان جريدي چلوونکي

 

_______________________________________________________________________

د بست فرهنګي ټولني  د خواخوږۍ مراتب .

 

د بست فرهنګي ټولني  ټوله کا کوونکي د محترم نبي (ساحل ) د پلار په وفات خپله لايتناهي خواشيني څرګندوي او د څښتن تعالى (ج) له دربار څخه و ته د جنتونو غوښتنه کوي د شريفي کورنۍ تر څنګ يې ټولو دوستانو او فرهنګپالو ته  د جميل صبر غوښتونکي دي .

د خداى (ج) له درباره څخه ورته د جنتونو غوښته کوو .

 په درناوى

بست فرهنګي ټولنه


                               & nbsp;                   

     د لونګ کلتوري ټولني پيغام

 

 لونګ کولتوري ټولنه دځوان ژورناليست نبي ساحل دپلار دمړينې له امله، ده او دده ټولې کورنۍ او خواځوږو ته دخپلې خواشنۍ مراتب وړاندې کوي او ځان په دې غم کې ورسره شريک بولي  .
ارواښاد ته له  لوى څ ښتن څخه فردوس جنت او کورنۍ ته يې دصبر او زغم غوښتنه کوي .

 

په د نښت
دلونګ کولتوري ټولنې مشرتابه پلاوى
غزنى- افغانستان


 

                             &n bsp;                                ;         ته چې پيدا شوې تا ژړل خلكو خند
                              &nbs p;                               & nbsp;      داسې مړ شه چې ته خاندې خلك ژاړي
څرك مدني او كلتوري ټولنه د خپل  غړي محمد نبي ساحل د پلار محمد خان د مړينې له امله خپله  خواشيني څرګندوي. د څرك غړي له لوى خداى ج څخه ارواښاد ته جنت فردوس او درنې كورنۍ ته يې صبر او زغم غواړي.
                                                             &nb sp;            

              په د ناوي
                             &n bsp;                                ;              د څرك مدني او كلتوري ټولنې اداره



په دې خواشيني يو چې خبر شوو د ګران او خوږ ملګري نبي ساحل پلار محمدخان د جمعې په ورځ له نړۍ نه سترګې پټې كړې. نوموړى يو مهربانه مشر و، چې خپلې سيمې او خلكو ته يې نه هېرېدونكي خدمتونه كړي دي.
د بېنوا فرهنګي د او اښاد له درنې كورنۍ سره په دې غم كې ځان شريك بولي، او له خداى پاك څخه دې درانه مشر ته جنتونه او درنې كورنۍ ته يې زغم غواړي.
                                                             &nb sp;                              په د نښت
                             &nbs p;                               & nbsp;                         بېنوا فرهنګي ټولنه


د بست جريدې  د خواخوږۍ مراتب
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد د ځوان ليکوال او د لپې مجلې چلوونکي نبي ساحل پلار له دې نړۍ سترګې پټې کړې، چې د بست جريدې اداره له نوموړي سره خپله خواخوږي څ ګندوي او خپل لاسونه لپه کوي ارواښاد پلار ته يې له پاک خداى څخه د فردوس جنت غوښتنه کوي.
تر دې وړاندې هم ګ ان ساحل د خپلې کورنۍ يو بل غړى په يوه ټرافيکي پېښه کې له لاسه ورکړى و، چې اوس يې دا دى پلار له دې نړۍ د سفر جامې کت کړې، د بست اداره يې په ورځنيو چارو کې بريالى او سرلوړى غواړي.

په درناوي
د بست جريدې چلوونکي


ډيرغمجن سووچي دتكړه ژورناليسټ اوليكوال ګران ورورنبي (ساحل)دپلارله مړيني موخبرترلاسه كړ. موږ ،مرحوم ته جنت فردوس اوكورنى ته يې دلوى صبرغوښتنه كوو. لوى څښتن (ج)دي ددوى كورنۍله نوروغمونوڅخه ليري لري .

 امين
د(هڅي اونيزي اداره) /كندهار


د خواخوږۍ پیغام

د جغتو مدني او کلتوري بهیر د هیواد د کلتوري یون د تکړه لیکوال، پیاوړي ژورنالیست او فرهنګپال ځوان ښاغلي نبي ساحل د ارواښاد پلار د مړینې له کبله چې د تیرې جمعې په ورځ په حق رسیدلی دی خپله غمرازي او د تسلیت مراتب څ کندوي. ارواښاد خزانه دار محمدخان د وردګو یو خیرخواه سپین ږیری وو چې تل یې د خیرښیګڼې په کارونو کې نه یوازې پخپله ونډه درلودلې بلکي د خپل اولاد په سالمه روزنه کې یې هم هیڅ ډول سپما نه ده کړې چې نبي ساحل د ارواښاد د ک توري هڅو یوه غوره ډالۍ ګڼلی شو.
لوی خدای (ج) دې ارواښاد  ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او حوصله په ب خه کړي. د جغتو مدني او کلتوري بهیر په دې ستر غم کې ځان ورسره شریک ګڼي. انا لله و انا الیه راجعون.

د جغتو مدني او کلتوري بهیر


کل النفس زايقت الموت
ډېرخواشينی سوم چي دګران نبي ساحل دپلار ارواښاددمړيني نه خبرسوم٠
سپېڅلی څښتن دي  ونبي ساحل ته زغم اودرنې کورنۍ ته يې صبرجميل ورپه برخه کړي.
ارواه ښاد ته دي لوي خداي جنتونه ورپه نصيب کړي.

   سيداحمد انع _ نارنج خپرندويه ټولنه کندهار


Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery