مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-01-19   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

داستادصميم له درنې کورنۍ سره دخواخوږۍ پیغامونه

اداره

د خالص بابا فرهنګي ټولنه د لوى استاد محمداصف صميم دخسر او دعبدالله کامه وال د پلار ملک دلاور په مړينه ژوره خواشين څرګندوي ټولنه د الله څخه غواړي چې د ملک دلاور پاتې ورثه و ته دې جميل صبر او خداى بښلي ته دې فردوس جنت ورپه برخه کړي خالص بابافرهنګي ټولنه پېښور


په  ډېر خواشیني سره مو د پیاوړی استاد محمد اصف صمیم  دخسر دمړینې خبر تر لاسه کړه .
دسیلاب ساپي ادبی ټولنه ده او د ده کورنۍ ته  دصبر جمیل غوښتونکی ده او مرحوم ته دې الله ج  جنت فردوس  ورکړی
دسی اب ساپي ادبې او څیړنیز مرکز


دپښتوژبې دقدرمن استاد محمدآصف صميم او ګران ورور قاري عبدالله كامه وال له كورنيوسره سره د خواخوږۍ مراتب :
درنو دوستانو د سيستان جريدې  مسؤل او ټوله كاركونكي  ستاسو په غم كي ځانونه شريك بولي ، او له  فاني نړۍ څخه كوچېدلي خص ته د لوئ او مهربان څښتن تعالى (ج) له دربار څخه فردوس جنت غواړي او ټولو دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتونكي دي .
روح دي ښاد وي
امين
د سيستان جريدې چلوونكي


 د بست فرهنګي ټولني د خواږۍ پيغام :
د پښتو ژبي د خوږ ژبي ليكوال ، شاعر ، او استاد محترم محمد آصف صميم  سره د هغه د خسر او د محترم ورور عبدالله كامه وال د وفات له امله خپله ډېره خواشيني څرګندوو او  په غم كي ور سره ځانونه شريك بولو ، مرحوم ته د ښكلي څښتن تعالى له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه كوو ، كورنۍ او ټولو ټولو دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه كوو .
انالله وانااليه راجعون
په درنښت
بست فرهنګي ټولنه


د استاد صميم صاحب په خواشنيۍ خواشينى سوم.
په ډېره خوابدتيا خبر سوم، چي د پښتو ژبي د درانه محقق، محتاط متنپوه او ژبپوه ښاغلي استاد صميم صاحب اكا چي خسر يې هم كېدئ، له دې نړۍ څخه د ابديت پر لور د خپل سفر لومړى ګام اخيستى دئ او ځان يې حق ته سپارلى دئ. انا لله و انا اليه اجعون. زه له استاد او د دوى له درنې كورنۍ سره ځان په دغه سانحه او غم كي شريك بولم او ټولو دوستانو ته د جميل صبر غوښتنه كوم
په مينه او ادب
خاوري عبدالقديم پتيال


صميم صيب ته دتسليت پيغام
په لراوبر گران صميم صيب!
زه محمدامين بسمل له جرمني څخه دلويې پكتيا دادبي ټولنې په استازيتوب تاسوته د درپېښ شوي غم له كبله د تسليت پيغام وړاندې كوم اوله پاك اﷲ څخه جميل صب تاسو اوستاسو قدرمنې كورنۍ ته غواړم،خداى بښلي ته له پاك اﷲ څخه دفردوس جنت سوال كوو،ستاسو دټولي كورنۍ په د د كې ځانونه شريك او ژورغمگين گڼو.
جرمنـــي محمدامين بســـــمل


قدرمن او دروند استاد صميم صاحب او ځوان ليکوال استاد عبدالله کامه وال صاحب!
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر چې د دروند استاد خسر او د عبدالله کامه وال پلار  تلونکې نړۍ سره خدای په اماني کړې، نو په دې غم کې له دوی درنو او ښآغلو سره د روهي ادبي ټولنې ټول غړي ځان شريک بولي او دوی ټولو ته د لوی صبر غوښتونکي دي، خدای دې دوی ورته ژوندي لري.
روهي ادبي ټولنه
نوی ښار، کابل


ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دخواخوږۍ پيغام
انالله وانااليه اجعون
دپښتوژبې دقدرمن استاد محمدآصف صميم او ګران ورور قاري عبدالله كامه وال له كورنيوسره دخواخوږۍ پيغام
په ډيره خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړ چې دپښتوژبې دقدرمن استاد محمدآصف صميم تره اودپښتوژبې دځوان يكوال اودځولۍ مجلې دمشر ګران وررو قاري عبدالله كامه وال پلار ، ملك دلاورخان په حق رسيدلى .
ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى اوغړي له قدرمن استاد اوګران قاري صيب سره پدغه غم كې خپل ځانونه شريك بولي اودنوموړي مړينه يوه ستره ضايعه بولي هغه ته دلوى څښتن له دربارڅخه دجنت فردوس اوپاتې كسانوته يې دجميل صب غوښتنه كوي.
په درنښت
دريځ علمي اوكلتوري ټولنه


په ډيرې خواشينۍ سره خبر شوم چې د کامې يو مخور سپين ګيری او د درانه استاد محمداصف صميم تره ملک دلاور خان له دې تلونکې نړۍ نه سترګې پټې کړې٠ زه په خپل وار سره درانه او منلې استاد صميم او ددوۍ پلار مدير صاحب صميم الله خان او ټولې کورنۍ ته تسليت ورکوم او دوې سره د غم په ټغر ځان ناست بولم٠ الله ج دې ارواښادوبخښې او کورنۍ او دوستانو ته ددې غم د زغملو توان ور کړې٠
په درنښت
ډاکټر احمد احسان زمانې
سويس


دتسليت پيغام
په ډيری خواشنی سره خبر شوم چی دهيواد دمنلی او وتلی ليکوال څيړونګی او  استادمحمداصف صمیم تره ارواښاد ملک دلاورله دی فانی نړی نه کوچيدلی دی انالله وانااليه راجعون.
زه په دغه دروند غم کی له خپل ګران استاد صميم صاحب سره ځان شر يک بولم مرحوم ته له لوی څښتن نه فردوس جنت اوکورنی ته يی دجميل صبر غوښتنه کوم.
افضل ټکور
لندن  دجنوری پنڅلسم ه


استاد(صميم)صاحب!تاسوته صبرجميل غواړو
همدانن سهارخبرسوم چي دپښتوژبي دتكړه اوقدرمن استادښاغلي ( صميم) صاحب اكااوخسرله دې نړۍڅخه خپل ابدي كورته دتل لپاره كوچېدلى دى . موږپه دې غم كي له درونداستادسره خپل ځان شريك بولواودلوى څښتن ( ج) له دربارڅخه مرحوم ته د جنت فردوس اوټولي كورنۍته يې دلوى صبرغوښتنه كوووروره زموږمعذرت ومنه مناسب خوداوه جې د غلی وای مګر ته ښه پوهيږی انالله وانااليه راجعون
ستاسوورورملاعبدالسلام ضعيف.


د خوشال اونېزي د تسليت پيغام
په ډيره خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې نوميالى شاعر او ليکوال استاد محمد اصف صميم خسر له دې نړۍ سترګې پټې کړي، زه اصلتاً د خپل ځان له لوري او وکلتاً د خوشال اونېزي د همکارانو له لخوا درانه استاد او کورنۍ ته يې د لوى څښتن له دربار څخه د  صبر جم يل او مرحوم ته جنت فردوس غوښتنه کوم.
په درناوي د خوشال اونېزي
مسؤل چلوونکى وحيدالله غازى خيل


انا لله وانا اليه رجعون  = د خواخوږۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو په رسنيو کې خبر ترلاسه کړ چې د گران استاد محمد آصف صميم صاحب کاکا خُسر ملک دلاور خان په حق رسېدلی او له دې فاني نړۍ يې سترگې پټې کړي دي.

موږ له دروند او منلي استاذ صميم صاحب او د هغه له درنې کورنۍ سره په دغه غمجنه او خواشينوونکې پېښه کې خپل ځان شريک بولو. مرحوم ته د څښتن تعالی څخه د بښنې او اعلی جنتونو او هم يې کورنۍ او دوستانو ته د صبر جميل غوښتنه کوو. پاک رب دې هغه مرحوم وبښي. اروا يې ښاده او ياد يې تلژوندی.

سيدحسين پاچا او کورنۍ

او هم د اکسفوردشاير د استوگنو افغانو ټولنې له خوا


د خواخوږۍ پیغام

د جغتو مدني او کلتوري بهیر د پښتو ژبې د ویاړمن لیکوال، سترادیب  او اغیزمن قلموال استاد محمد  صمیم د کاکا او خسر په مړینه خپل خپګان څرګندوي ، د هغه له کورنۍ سره په دې ستر ویر کې خپل ځان شریک ګڼي او د تسلیت مراتب څرګندوي. الله دې ا واښاد ته د فردوس جنت او د کورنۍ غړو ته جمیل صبر ورکړي. زموږ  ژوند د سترڅښتن تعالی په واک کې دی او موږ د هغه طرف ته ورتلونکي یو

د جغتو مدني او کلتوري بهیر


په ډېرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ چې د ګران عبدالله کامه وال پلار اوداستادمحمدآصف صمیم تره ملک دلاورخان د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق رسېدلی. د((لمن ))جریدې دمشرتابه پلاوی اوکارکونکې ډله له ګران کامه وال اوښاغلي صمیم سره په دې غم کي ځانونه شريک بولي،پاک خدای (ج) دې ارواښاد ته د فردوس جنت او کورنۍ ته یې صبر او زغم په برخه کړي. خدای پاک دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو څخه وساتي.

انا لله و انا الیه راجعون

په درنښت

دلم ن ،ادبي،کلتوري خپرونې له خوا


څرک مدني او کولتوري ټولنه د فرهنګپا  ملګري عبدالله کامه وال د پلار او درانه استاد محمد اصف صميم د تره پر مړينه خواشيني ښيي ، دوى ته د صبر غوښتنه کوي او ارواښاد(ملک دلاورخان) ته له خدايه جنتونه غواړي.

د څرک مدني او کولتوري ټولنې مشرتابه پلاوى


استاد(صميم)صاحب!تاسوته صبرجميل غواړو

همدانن سهارخبرسوم چي دپښتوژبي دتكړه اوقدرمن استادښاغلي ( صميم) صاحب اكااوخسرله دې نړۍڅخه خپل ابدي كورته دتل لپاره كوچېدلى دى . موږپه دې غم كي له درونداستادسره خپل ځان شريك بولواودلوى څښتن ( ج) له دربارڅخه مرحوم ته د جنت فردوس اوټولي كورنۍته يې دلوى صبرغوښتنه كوو.

                              &nbs p;              د(هڅي اونيزي اداره ) كندهار


د استاد صم يم  له درنې کورنۍ سره دخواخوږۍ کرښې!
په ډېرې خواشينۍ سره خبر شوو چې  د کامې ولسوالۍ منلي او دروند مشر ملک دلاور  خان  له دې فاني  نړۍ  سترګې  پټې کړې٠ ارواښاد د خپل ژوند  تر وروستۍ سلګۍ د خپل ولس په چوپړ کې و٠
د خښي کولتوري ټولنې غړي  دغې درنې  او دردېدلې کورنۍ ته   له څښتنه د زړه صبر  غواړي٠ ارواښاد د ځوان ليکوال قاري عبدالله پلار او د پښتو ژبې د وتلي استاد محمد اصف صميم  تره او خسر و٠
اروا يې ښاده او پر ګور يې نور٠

  د خښي کولتوري ټولنې له خوا

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery