تېره ورځ د دلوې په ۱۲ نېټه\ ۱۳۸۶ لم
يز كال دشنبې په ورځ ماسپښين مهال د هيواد نامتو مدرس او صُوفي عالم خليفه صيب دين محمّد له دې نړۍ سره مخه ښه
وكړه. [ انّاللهِ وانّااليهِ راجعون. ]
زموږ دغه ستر عالم له نن څخه نژدې ۶۶ كاله دمخه په ۱۳۱۹ لمريز كال
دپكتيا ولايت دزرمت ولسوالۍ د مموزوسيمې د ( ملكانو ) په كلي كې د ارواښاد مولوي تاج محمد كره زېږېدلى و. لومړنۍ
زده كړې يې دزرمت ولسوالۍ په مختلفو محلي مدرسوكې بشپړې كړې وې چې په نومياليو استادانو كې يې دسيمې لاندي پياوړي
استادان راجي :
۱- د اورګون حاجي صيب ابراهيم رحمه الله .
۲- مولوي صاحب نادرخان رحمه الله چې د (
سكهانو ) په مولوي صيب يې شهرت درلود.
۳- ارواښاد مولوي صيب صاحب شاه رحمه الله مړ ( ۳ سپتمبر ۱۹۹۸ مي
ادي ) چې په ( بابكر ملاصيب ) ياديدي .
۴- مولوي صيب بهاء الحق اخندزاده رحمه الله ( چې دمقرب خيلو په
اخندزاده صيب ) يې شهرت درلود .
دحديثو دوره يې دكابل شمال په دامن كوه ( كوه دامان ) كې دهغې سيمې له پياوړي او
غښتلي عالم شهيد مولوي صيب عبدالوهاب ( شهيد ۱۳۵۹ ) سره كړې وه، له پګړۍ تړلو وروسته خليفه صيب د( ملكانو ) په
كلي كې دخپل پلار په حجره كې تدريس پيل كړ اود تدريس لړۍ يې تر ۱۳۵۹ لمريز پورې روانه وه، پاكستان ته چې مهاجر شو
په ( ميرانشاه ) كې د ارغندۍ خليفه صيب ( خليفه صيب فضل الدين رحمه الله) په مدرسه كې ترپايه تدريس وكړ، ا
واښاد خليفه صيب فضل الدين پر كال ۱۳۷۳ لمريز كال دخلافت خِرقه ( چپنه ) وروبښله، هېواد ته تر بېرته ستنېدو و
وسته اول د( بابكر كلا ) په حجره كې تدريس پيل كړ، بيا د ( دولت زو ) سيمې په ( نظرخيلو) كې يې تدريس پيل كړ اود مرګ
تروخته پورې د نظرخيلو په جامع جومات كې په تدريس بوخت و اوترشايې د تصوف ډېره ستره حلقه پرېښودله، چې نژدې لس خ
فاء دتصوف په لړۍ كې لري، خليفه صيب پنځه زامن لري، مشر زوى يې ملا عبدالله په ځوانه ځوانۍ كې شهيدشوى اوپاتې نور
زامن يې هم په زده كړو بوخت دي .
اروا يې ښاده لرې اوياد يې ځلانده لرې.