مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اعلاميه :د هېواد ژغورني په نوم سره يو شۍ!

پوهنوال رسول باوري

د سلام فرهنګي ټولني  اعلاميه  د هېواد ژغورني په نوم سره يو شۍ!

د هېواد ملي ګټي  دا سپارښتنه کوي چي د ملي دريځ پلويان  د اوسنيو وانو سياسي او نړېوالو حالاتو  په پوهېدلو او ارزولو خپلي ليکي غښتلي او د يوه کلک ملي مورچله  خپل تنديريز ږغ پورته کړي . ټولي پخوانۍ او رواني ناخوالي يوه اړخ ته پريږدي او د يوموټي لوۍ افغانستان د پاللو او ساتلو لپاره سره يو شي . همدا يوالۍ د ټولو ستونزو د حل بنسټيزه لار ده .
 د يوموټۍ او لوۍ افغانستان  پال و او ساتلو لپاره زموږ دکلک هوډ څرګندول به هغه  لومړنۍ ګام  وي چي د تلپاتي خپلواک هېواد په توګه  د سيمي او نړۍ هېوادونوډاډاو باور خپل او تر لاسه کړو ،  د دې پرته به اوسنۍ نيمګړۍ افغانستان  هر مهال د ګاونډيو او بهرنيو د لاسوهنواو تيريو لپاره وړ چاپيريال وي .
ټول هېوادوال پوهيږي چي دنړيوالو زبرځواکونو تر منځ اړودوړ خورا پيڅلي پړاو ته رسېدلۍ دئ ، له بده مرغه د دې ځواکونو يو شميرپه زياتي لېوالتيا   ضعيف افغانستان غواړي ،  او زموږ د ملي روا ګټو خلاف   د سيمي د کنترول لپاره خپل پخواني ژاندارم ته د واک او ځواک د ورسپارلو  څرګندي ناروا هڅي کوي .
 زموږ باور دا دۍ چي په اوسنۍ واکمني ادارې او د هغې سياسي مخا فينو ( ملي جبهه او نور سياسي ګوندونو ) او نظامي مخالفينو( طالبان ، اسلامي ګوند او نورو ) په منځ کي زښت  زيات  دا سي افغان هېواد پال شته چي د هېواد ژغورني لپاره تر خپلو ټولو ځاني ، ګروپي او سياسي ګټو تير شي او د هېواد ژغورني تر نوم لاندي  د ټولو ملي ضد او افغاني ضد پروګرامونو او توطئومخنيوي ته په زغرده ودريږي او م قابله يې وکړي . د شک پرته  اوسنيو سيمه ايزو او نړېوالو حالاتو هغه پړاو را رسولۍ دۍ چي  دا وم نو:
                       ( اوس به يوکيږو که نه و کيږو ) 


په درنښت    
د سلام فرهنګي ټولني د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب
پوهنوال رسول باوري  

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery