مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-02-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بست جريدې ٢٦ مه ګڼه چاپ شوه

د بست جريدې ٢٦ مه ګڼه چاپ شوه

بست پنځلس ورځنۍ ج يده چې له هلمند جګړه ځپلي ولايت څخه، د غلام سخي  نوريوال په مديريت او احمدشاه پاڅون په مرستيالۍ له تېرو دوو کلونو راهيسې چاپېږي، په دې ورځو کې يې پرله پسې ٢٦مه ګڼه په ٨مخونو کې چاپ شوې ده، چې بېلابېلې کلتوري، ادبي، هنري او علمي ليکنې لري.
په سريزه کې راغلي چې د چارواکو په وينا موسى کلا به د بيارغونې په برخه کې يوه نمونه ولسوالي وي:

”چارواکو هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې په ګړندۍ کېدو سره به امنيتي وضعيت هم ځکه سم ېږي چې ځوانان به په کار ګمارل کېږي او بيا به دېته وزګاره نه وي چې وسله راواخلي  او جګړې وکړي.
موسى کلا د ه مند له سترو ولسواليو څخه ده، که چېرې چارواکي په رښتيا هم خپلې ژمنې پوره کړي، له موسى کلا څخه يوه نمونه و سوالي جوړه کړي، پر نورو ولسواليو به يې هم اغېز پرېوځي.“

په جريده کې په هلمند ولايت کې د بيارغونې روانو چارو ته هم اشاره شوې ده چې په هلمند کې ٤٠٠٠ نوي کورونه جوړېږي او بېوزلو کسانو ته به ورکول کېږي. دغه راز د موسى کلا ولسوالۍ کې ١٦ نويو جوړېدونکو ښوونځيو په  اړه هم په کې ليکنه راغلې ده.

د دې جريدې د چلوونکي شمېره: ٠٧٩٩١٠٩٢٩٢
د جريدې برېښناليک پته: bust_journal@yahoo.com

د بست مخکېنۍ ګڼې په  تاند  کې لوستلاى شئ.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery