د افغانستان د اطلاعاتو او
کلتور وزارت باید د ملي ترمینولوژۍ ساتندوي وي
دافغانستان د اسلامي جمهوریت د پارلمان لخوا د اطلاعاتو
او کلتور وزیر ښاغلی خرم استجوابیه غونډې ته
وربلل شوی . پوښتنه دا ده چې د کومې مسُلې پر سر ؟
د رسنیو د
پوټ له مخې دا غوښتنه ددې لپاره ده چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت او په ځانګړې توګه د اطلاعاتو
او کلتور وزیر ښاغلی عبدالکریم خرم په پرله پسې توګه د اساسي قانون د موادو او احکام د پلي کولو په لاره کې
نه ستړي کېدونکی زیار او هاند تر سره کړی .له دغو هڅو څخه یو هم د ملي ترمینولوژۍ ساتنه او له پردیو ژبو له
یرغل نه د افغان ملت د ملي او نورو ژبو ساتنه او ژغورنه ده . که دا جرم وي ، نو په اصل کې زموږ اساسي
انون ناسم دی .او یا په بله وینا موږ کوم خپلواک ، تاریخي او منل شوی ملت نه یو ! په داسې حال کې چې
د کلتور د وزارت دغه شان ملي زیار هغه اصل دی چې د افغانستان اساسي قانون یې ترسره کول ددغه وزارت له
وجایبو شمیري ، خو له بده مرغه اوس د افغانستان دښمنان او د ملي پیوستون مخالفان د افغانستان له
دغه روان بهراني او کړکېچن حالت نه په ناوړه ګټه اخیستنې ، هڅه کوي چې نه یوازې په رسنیو کې چې په ښوونه او
وزنه ، دغه راز د کلتور په ټول چاپیریال کې د پردیو او له هغې ډلې د پان ایرانیزم فرهنګ او د ژبو اغېز
وښندي او په دې توګه د هغو ناولو ارمانونو د تحقق وسیله شي چې زموږ د خاورې او تاریخ دښمنان یې له ډېر
پخوا څخه په سر کې ګرځوي .هماغه شان چې په ایران کې او یا په پاکستان او امریکا کې څوک خپلو یونیورسټیو ته
د (( پوهنتون )) نوم نه ورکوي ، کټ مټ په افغانستان کې هم پوهنتون ته (( دانشګاه )) او یا شاروال ته (( شه
دار )) نه شي ویلای .دا یو اصل دی او هغه ترمنلوژي چې د تاریخ په اوږدو کې په یو ملت کې استعمال او رواج
وي وي ، هېڅ څوک حق نه لري هغو ته د پردیو ژبو د ترویج او د خپلو ژبو د تضعیف په موخه بدلون ورکړي .هغو
افغان دښمنه عناصرو چې اوس د دموکراسۍ په پلمه د رسنیو د ژبنۍ ګمراه لپاره ملا تړلې ، او ځینو یې په پارلم
ان ، صدارت او وزارت کې ریښې زغلولي د خپلو نورو هغو انډیوالانو سره په فکري پیوستون کې چې ځانونو ته ((
افغان )) نه (( افغانستاني )) وایي ، او یا یې په نړېوال ډګر کې د هغو ستراتیژیکو نقشو د تحقق لپاره ملاتړلي چې د
بېلګې په توګه د (( کاغذ پران باز )) په شان افغاني ضد فلمونه جوړ او د افغان ملت تر مینځ د دښمنۍ لپاره یې
ښې پرېمانه سي ډي ګاني په افغانستان او نړۍ کې ووېشي ، هڅه راپیل کړۍ چې دا وار د افغانانو هویت او تاریخ
هم ورک کړي .دا د طالباني مفکورو یوه برخه ده .
موږ پوره باور لرو چې افغان ملت ویښ او هوښیار دی او په دې باور
هم یو چې زموږ پارلمان به هېڅکله د پان ایرانیزم ښکار نه شي .
د افغانستان ملت او په ځانګړې توګه د افغانستان د
خلکو دواړو مجلسونو ( ولسي جرګې او مشرانو جرګې ) به په دې وتوانیږي چې له خپل مینځ څخه د ژبو د تربګنۍ پکه
وهونکي ورک او د افغانستان د ملي هویت ، ملي تاریخ ، ملي کلتور او ملي ترمینولوژۍ ارزښتونه لاپسې
پیاوړي او د پردیو له هراز یرغل څخه وژغوري .
موږ د خپلو هغو یوشمېر زیاتو هېوادوالو د اند او ګروهو لنډیز
دلته وړاندې کړ چې له همدې امله یې له موږ سره په ټیلفوني او برېښنا لیک اړیکو کې غوښتنه درلوده چې د
افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلي خرم له هڅو ملاتړ څرګند شي او په یوې اعتراضیه لیکنه کې دا خبره د
پارلمان اړوند کمیسیون پورې ورسول شي . هیله ده په دغه ستر ملي هاند کې نوموړی وزیر د لا بریالتوبونو جوګه
شي
له ډنمارک څخه د خپلواکۍ فرهنګي مرکز په استازیتوب