مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-02-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خبرتیااوبلنلیک: په مورنۍ ژبه زده کړې د هر چا حق دی


د ۲۰۰۸  میلادی کال د فبروري ۲۱ نیټه د یونسکو د نړیوالې موسسې له خوا د مورنۍ ژبې د ورځې په نوم نومول شوې ده. نو له همدې کبله تاسو ته په ډیر درنښت بلنه درکول کیږي چې په هغه نمانځغونډه  کې د ګډون ویاړ را په برخه کړی چې عنوان یې دی: ( په مورنۍ ژبه زده کړې د هر چا حق دی) او په همدې ورځ د کابل ښار د لویې جرګې د خیمې په تالار کې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې له خوا نم انځل کیږي.
هیله ده چې د خپلو لسو ملګرو په ملتیا سره یو ځای په دې مبارکه غونډه کې ګډون وکړی.
وخت:  دپنج نبې ورځ، د ۱۳۸۶ د کب دویمه او د ۲۰۰۸ د فبرورۍ ۲۱ نیټه د ماسپښین یوه نیمه بجه
ځای: د لویې جرګې خیمه، د کابل پولي تخنیک پوهنتون تر شا
نوټ: زموږ هغه ګران هیوادوال چې د هیواد څخه بهر اوسیږي کولای شي چې د خپلو پیغام ونو په وسیله په نوموړې نمانځغونډه کې برخه واخلي او خپل پیغامونه افغان بریښنا  پاڼو او یا هم د جرګې غړو ته د ایمیل له لارې را ولیږي.

په درنښت
د افغان کلتوري ټولنو جرګه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery