مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دوزير محمدګل خان مومند يادغونډې څخه دملاتړ خبرتیا

پ . ډاکترنظر محمد سلطانزی

   دافغان ادبي ټولنې پیاوړواوقدرمنوغړو!
په جرمني کې دساینسپوهانوټولنه تاسوته دمینې ډک سلامونه اونیکې هیلې وړاندې کوي  اوبیا مودلوی خدای (ج) څخه روغتیا اوبرياليتوب غواړي .
دخبررسنيوله لارې مودخوشحالی نه ډک خبرترلاسه کړ چې دافغان ادبي ټولنه دروانې مياشتې په څوارلسمه نېټه دستر پښتون وزير محمدگل خان مومند بابا ياد غونډه کوي .
په جرمني کې دساینسپوهانوټولنه دتاسوله خوا دهېواد دعلمي ،تاريخي ،کلتوري ،ملي اوپوځي وطنپا   شخصيت  ارواښادوزير محمدگل خان مومند بابا دنمانځنې او يادونې ياد غونډه ستايي اوکلک ملاتړورڅخه کوي  .
 که څه هم موږدتاسوسره په فزیکي ډول  نه شويوځا ی کیدلای خو دپرتمينې يادغونډې په ورځ به زموږټول فکرونه  دستربابا اوتاسوسره يوځای شریک وي. دیوې خواد خواښينی ځای دی چې   نن ورځ  ا واښادزموږسره یوځای نه شته خوبلخواد خوشحالی ځای دی چې موږته يې دژوند لپاره يوه غټه علمي خزانه رابښلې ده . که وغواړوچې په رښتوني ډول  دارواښادنوم ژوندی اوارواح يې  خوشحاله وساتو،نو  زموږپه اندترټولواړينه به داوي چې  ځوان نسل دستربابادپښتواوپښتونولۍ فلسفه په ورځني ژوند کې پلې کړي. داپه دې مانا چې په لره اوبره پښتو نخو ا کښې د ارواښادوزير محمدگل خان مومند بابا پلویان په هرځای هروخت اودهرچاسره :
په پښتووغږيږي، پښتووليکي اوپه پښتوزده کړې ترسره کړي .

وزير محمد گل خان مومند خپل عمر دمورنۍ ژبې پښتو لپاره وقف کړى و . اوهغه به داويل ،چې  که چېرته پښتوژوندی وي ،نو پښتانه ژوندي دي او چې پښتانه ژوندي وي ،نوافغانستان به ژوندى وي
په دې تړاودستاسونوروبرياليتوبونو  په هیله .

(په درنښت )
پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ  
په جرمني کې دساينس پوهانوټولنې د مشر تابه جرګه ګۍ په استازيتوب

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery