مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-14   مخپرونکئ : سهار

د انګار د مېرمنې پر مړينه د خواشينۍ پيغامونه

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افاق مجلې مسوول مدير مجيب الرحمن انګار مېرمن په حق رسېدلې ده.
انا لله و انا اليه راجعون.
موږ ا واښادې مېرمن انګار ته له خدايه فردوس جنت او انګار صېب ته د زړه صبر غواړو.
نذيراحمد سهار او  نبي ساحل- کابل
------------------

د څرک مدني او کولتوري ټولنې د خواخوږۍ پيغام
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر اسه کړ، چې د پياوړي ليکوال او ژورناليست مجيب الرحمان انګار کورواله د تېرې جمعې په ورځ په حق رسيدلې ده. څرک م دني او کولتوري ټولنه له ښاغلي انګار صاحب سره په دغه غم کې شريکه ده او خداى بښلې ته د جنت غوښتنه کوي او همدا راز انګار صاحب او د هغه درنې کورنۍ ته د جميل صبر هيله لري.
په درنښت

  څرک مدني او کولتوري ټولنه
خوشال مېنه، کابل - افغانستان 
----------------------

له مجيب الرحمن انګار اوکورنۍ سره يې خواخوږي
دشنبې په سهاردکب مياشتې پر ۲۵ مه نېټه په پېښورکې دګران اوتکړه ژورناليست مجيب الرحمن انګار دمېرمنې له مړينې خبر شوو.
دالهي قضااوقدرپر وړاندې مونږمسلمانان بې له صبر او دوعانه بل کارنه شوکولای . لوی اوم تعال خدای (ج) دې هغې مرحومې ته جنتونه اوانګارصېب ته دې خدای (ج) دزړه صبراوزغم ورپه برخه کړي.
 د((لمن ))جريدې مشرتابه اوکارکوونکې ډله له ښاغلي مجېب الرحمن انګار سره په دې غم کې ځانونه شريک بولي، پاک خدای دې ددوی کورنۍ له نوروغمونو وساتي.

انا لله و انا اليه راجعون
په درنښت
دلمن ،ادبي،کلتوري جريدې مش تابه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery