د امريکا د کليفورنيا په ايالت کې د
افغاني کلتوري ټولنې د مبارکي او بلنې خبرتيا
مونږ د افغاني کلتوري ټولنې د مشرتابه څانګې او ټول غړي د پسرلي
او نوي ١٣٨٧ل کال د را رسيدو په وياړ ټول افغان ملت ته مبارکۍ او نېکې هيلې وړاندې کوو، او د پاک خدای له
درباره ځېنې تمنا او غوښتنه لرو چې په ګران هېواد کې د جګړو تغر ټول او د سولې، نيکمرغۍ او ورورګلوۍ پسرلۍ او و
سره ګلونه بيا په غوړېدو شي ٠همدا شان زمونږ ټولنه د پسرلي د هرکلي په وياړ ېؤ ځل بيا د شعراو ادب کلنۍ غونډه او
مشاعره رابللې ، پدې توګه خپلو ټولو غړو او مينه والو ته بلنه ورکوي چې پدې پسرلنۍ مشاعرې کې چې د حمل د مياشتې
په اومه نيټه د فرېمانت په ښار کې تر سره کېږي په خپل ګډون سره دا لمانځنه نوره هم ښکلې کړۍ ٠
د يادونې وړ ده چې که
تاسې غواړۍ خپل شعر يا پېغام په دې ادبي غونډې کې زمونږ سره شريک کړۍ نو د ټولنې د مشر سره په
٢٤٩١٥٢٦ ٩
٥ تيلفون سره تر مخه اړيکه ونسۍ ٠په درنښت
تل د وي افغانستان ژوندی
د وي افغان ملت
د افغاني کلتوري ټولنې مشر الحاج عزيزالله زمريالۍ