مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-03-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

( Multiple myeloma ) په اړه دپام وړطبي خبرتیا

ډاکترنظرمحمد سلطانزی (ځدراڼ)


لیکوال : پوهنوال ډاکترنظرمحمد س طانزی   (ځدراڼ)
دجرمني هیواد، نېټه : ٢٨/٣/٢٠٠٨

داسې اټکل کيږي چې په دې وروستيووختونوکې دهیواودپه کچه دیوډول ځانګړې وینې  سرطان ناروغۍ ملټيپل میولوما ( Multiple myeloma ) پېښې ډېرې شوي اودخلکوانديښنې يې ډېرې کړې دي . په دې تړاو دهیوادوالوڅخه هیله کوم چې که دهغوی په کورنۍ اویاخپلوانوکې دنوموړې ناروغۍ نښې پېژندل شوې وي نوديوه ډاډمن اېپيدېمولوژي احصائيې دترلاسه کولو اوددې ناوړه ناروغۍ د مخنيوي اولاملونودسپړلو په موخه دلاندو ب يښنا لیکوپه پته خبرراکړئ .
1. N.Sultansei@gmx.de
2. Abdullah.ehsan@gmail.com
3. khalid_hadi@hotmail.com

  برسېره پردې به هڅه وشي چې د افغان ډاکترانوټولنې په دویمه کانګره کې چې دسلواک دجمهوريت په پلازمینه ،براتسلاوا ښار ، د ۲۰۰۸ کال دجون  میاشتې شلمه  نيټه کې  غونډه کوي ،  دنوموړې ناروغۍ په اړوند څېړنيزمالومات،لکه دچاپیریال اغېزې ، دګاونډيوهیوادونوهستوي ازموينې اونور  لاملونه تر بحث لاندې ونیول شي .

په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery