مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2004-12-21   مخپرونکئ : ۴۴ بېنوا - وزیرستان

اقتراح (يوه پښتو، كره پښتو)

يوه پښتو، كره پښتو

د هرې ژبې د پرمختګ لپاره د معياري ليكدود (رسم الخط) درلودل، يو اساسي  او ضروري شرط دى. د پښتو ژبې د معياري ليكدود لپاره تر اوسه پورې پښتو ټولنې (علومو اكاډمۍ) او باړه ګلۍ ځينې پرېكړې  كړې دي، خو دغه پرېكړې له يوې خوا بېخي لږې او له بلې خوا د ځينو ژبپوهانو او ليكوالانو له نظره ځينې يې ناسمې دي او له سره غور غواړي.  دغه ډول د نويو لغتونو د جوړولو په برخه كې هم خپلسري ډېره شوې ده.

(ميوند كلتوري ټولنه_ كندهار) غواړي چې د پښتو ژبې د معياري ليكدود لپاره يو سيمينار جوړ كړي، چې د كوزې او برې پښتونخوا ليكوالان او ژبپوهان برخه په كې ولري. خو لومړى بايد د ليكدود دغه اختلافي صورتونه راټول او بيا سيمينار ته وړاندې شي.

موږ د پښتو ژبې له ټولو ژبپوهانو او ليكوالو څخه هيله كوو، چې په دې كار كې زموږ ملا وتړي. دوى كولاى شي چې موږته يوازې دغه اختلافي صورتونه راولېږي او يا د علمي دلايلو په وړاندې كولو سره يوه كره بڼه يې هم په نښه كړي. كېداى شي دغه بڼه په نښه كول يې پر بېلابېلو علمي پرنسيپونو ولاړ وي، لكه: لرغونوالى او قدامت_ اختصار يا لنډون_ اسانوالى او فصاحت_ دودوالى يا عاموالى_ توپير اونه التباس_ اهنګوالى او بلاغت_ څرګندوالى او د افادې ځواك_ د ويونكو ډېروالى او داسې نور...

دغه ډول نوي جوړ شوي لغتونه اويا د يوه پردي لغت په اړه، چې بايد په پښتو كې څه ډول معادل ورته ولرو، هم خپل وړانديز راولېږئ.

پر دې سربېره، كه د سيمينار د اجنډا او يا طرزالعمل په باب كوم وړانديز لرئ، نو هم يې زموږ څخه مه سپموئ. موږ به ستاسې وړانديزونو ته سترګې پر لار يو.

زموږ پتې دا دي:

كابل:

G. P. O Box # 5898

كوټه:

G. P. O Box # 533

پېښور:

U. P. O Box # 704

برېښناليك:

maiwandnet@yahoo.com

ګرځنده ټليفون:

0093 (0) 70 21 16 96

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery