مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-02   مخپرونکئ : عُمر واحديار

د قــــــــدرمن اســـــتاد اولمـــير۲۶تلــــــــين لمانــځو

محمدامين بسمل


د نړۍ په گوډ گوډ خورو وروافغانانو سلامونه اونېكې هيلې مې ومنئ!
له نېكه مرغه سږ كال بيا هم ديوشمېرخوږو ملگرو په معنوي م سته په دې بريالى شوم چې له بل هر وخت څخه د استاد اولمير تلين په ښه ډول ولمانځوموږ د استاد شپږويشـتم تلين په داسې شرايطوكې لمانځوچې، له بده مرغه زموږ افغـــــان ولس له سختوناخوالوسره لاس او گرېوان دى زموږ په گران هېواد كې بېگناه كسـان په ډول ډول پلمواو نومونو وژل كېږي، دا ټوله دنيا راغلې ده خو د اورلمبې لا نورې هم پسې پو ته كيږي او زموږ بېوزله ولـس يې په مينځ كې نينه نينه كيږي خو بياهم له نېكه مرغه موږ لا ددې همـــــت لــرو چې هـم خپل غــږ پورته كړو او هم خپل د قدر وړ، د ټولنې او پښتو ژبې سپېڅلي خدمتگاران ولمانځوهو!
موږ سږكال د هيواد په دننه او بهر د نړۍ په گوډ گوډ كې دخپل قدرمن اســتاد اولمـــير۲۶ تلين لمانځو دا به په ځانگړو غونډو، محفلونو، راديوگانواود نورو رسينيوله لارې صورت ونيسي خو كوم څه چې له تېروكلونو څخه توپير لري هغه داچې، سږ كال زه د لاندې چارو په سرته رسولو بريالى شوم:
۱ـ ما دلويې پكتيا دفرهنگي ټولنې له مشر ښاغلي ډاكترعبدالهادي حماس سره تماس ونيو سبا ته نه بل سبا به له خيره سره هغوى هم د تېرو دوو كلونو په څېر زموږ د ډېر محــترم استاد ۲۶ تلين ولمانځي چې لويه پكــتيا به بياهم دتېر په څېرله بل هرچا څخه مخكښه وي
۲ـ داستادپه اړوند زماله هي وڅخه يوه هيله له خيره سره پوره كيږي هغه داچې، ماپه دې اونې كې د لويې پكـتيا، پكـتيكا، هلمــند او لغمان له م حترمووالي صاحبانو سره تماس ونيو او هر يوو زما وړانديز په ډېرزيات اخلاص سره ومانه اوځانگړي كميسونونه يې د عمـلي كېدولپاره وټاكل البته زما وړانديز دا و چې، د هېواد په گوډ گوډ كې د استاداولمـــير په نوم ځينې واټونه يا نور مهم محلونه ونومول شي، همـــدارازمې په غيرمستقيم ډول د ننگرهار والي صاحب ته هـم احوال وركړى خداى دې وكړي چې هغه هم په دې اړوند اجرات وكړي
۳ـ دكولتور له معين ښاغلي غلام نبي فراهي سره مې ځانگړى تماس ونيو هغه هـم داستاد د۲۶ تلين د لمانځلو پوره ډاډ يې راكړ
۴ـ په كوزه پښتونخوا كې بيا هم د تېركال په شان ما له ماسـټ علي حيدر سـره تماس ونيو هغوى به هم په شاندارو مراسمو د استاد۲۶تلين ولمانځي
۵ـ ما په اروپا، كاناډا، استراليا، امريكااو نوروسيمو كې هم له افغانانو سره په دې اړونـــد تماس نيولى  انشاﷲ چې هر څوك به خپل وس وكړي .

يوه هيـــــــــــــــــله:
له ټولـــو هېوادوالوڅخه هيله كـــوم چې په خپل وس داستاد ياد وك ـــړي همــدارازله ټولو باصلاحيته دولتي ارگانونو څخه هيــله كوم چې بې له كــوم تعصب څخه د خپل صلاحيت په چوكاټ كې زماپورتني وړانديزته پاملرنه وكړي داځكه چې استاد خوزموږ ټولوگډ استاد ؤ.

يادونــــــــــــ ــــــــــــه:
له ښاغلي سپين ټڼي څخه ډېره مننه كوم چې، زما وړانديز يې ومانه او نن يې دبي بي سي  اوومه سټوډيو زموږ د گران استاد د۲۶ تلين لمانځلو ته ځانگړې كړې وه

دپشتوموسيقي دپياوړي استاد خداى بښلي استاد اولمير ژوندليك 

زوكړه:
استاداولميرپه۱۳۱۲لمريزكال دپېښورپه يوه متوسطه كورنۍ كې وزېږېد پلاريې سيداخان نومېده.

زده كړه :
هغه لمړنۍ زده كړې ترڅلورمه اونورې زده كړې يې ترلسمه ټولګى پورې دپېښورپه(فــ ــريتر) نومى ښوونځي كې  كړې دي.

هنرى ژوند يې:
هغه ماشــــوم ؤ چه مور يې مړه شوه او د ميرې لاس ته كېناست د ګردون له ناخوالو ســره لا له هغه وخته لاس او ګرېوان ؤ بيا به يې دژوند ترخي شېبې دهندي سـندرو په زم زمه كولوتېرولې .
په لس كلنۍ كي يې دموسيقي مينه دبدن په رګ رګ كي وځغلېده ځكه خو استادي ته پكې ورسـېد.
په م وسيقي كې يې لمړنى ښوونكى استاد جعفرنومېده.
كله چه دموسيقي نازنين ټال ته ورپورته شو په دي وخت كې يې پلار وم ړدژوند څپې يې طوفاني شـوې بيا له خپل تره سره اوسېده څه وخت وروسته ئي تره خپله لور هم ورته كوزده كړه.
تره يې دموسيقي مخالف نه ؤ ځكه خو يي بيا له سبزعلي سره شاګرد كـړخودا يې ورته وېلي ؤچه
په راديو كې به سندرې نه بو ې.
سبزعلي ډيرښه وروزه دسندرو مينه وال يې ډېر زيات شول په لاهور كې يې يو ډيـر ښه كنسرت وركړاو دومره غښتلى و چه استاد يې ورڅخه هيله وكړه چه ورسره جــوړه سـندره وبولي هغه ورسره غبرګه سندره وكړه اونېغ په نېغه دپيښ ـورله راديوڅخه خلګو دا سندره واوريده دهغـــــې سـندرې مطلع وه (زړګى مې شو ټوتې ټوتې) تره يې خبرشو بيا ئي له كوره څخه وشاړه.
له خپل استاد څخه هم خفه شوخو بيا يې هم له موسيقي څخه لاس وانه اخيست ولاړله ګلستان سره اګرد اولاپسي پياوړى شو.
په۱۳۲۹كال كي د۱۷كلو په عمـــردكوزې پښـــتونخـــوا له ملــكانو سره زموږداسـ تقلال دجــشن دلمانځلولپاره كابل ته راغى كنسرت يې وركړاوبيا د قبائيلو رياست ته وروپيژندل شو.
په كابل كې يې له ملنګ جان سره پيژندګلوي وشوه په هغه وخت كې ملنــګ جان په افغــانســتان راډيو كي كار كاوه دى يې هم افغانستان راډيو ته وروپېژاند.
هلته يې په سندرو پيل وكړاو دعمر تر پايه په كابل كې پاته شو.
له ملنګ جان سره يې ملګرتيا لاپخه شوه بيا دوى دواړو ته پښــــتو دوښمنو عناصرو په راډيــــو كي يولړ ستونځې پيدا كړې اوله را يو څخه يې وشړل.
خو يوڅه وخت وروسته داســـتاد نبــى ګل په مرسته استاداولميربيا هم راډيو ته ور پرېښودل و.
هلته ئي له ۲۵۰ څخه زياتې سندرې ثبت شوې دي.
هغه لا استادي ته نه ؤ رسېدلى خو خلګو به په ډيره مينه ورته استاد وېلې.
خوپه۱۳۵۰لمريز كال كې دراډيوافغانســـتان درياســت په غوښتنه اوداطلاعات اوكلتوروزارت د مس كي مجلس په تصويب دپښتوموسيقي داستاد لقب وركړشو.
هغه ډيرخاكساره سړى او په غږ كي يې ځانګړى اثر پروت ؤ.
ګ ان استاداولميرله بده مرغه په ۱۳۵۹كال كي ديوې ترافيكى پېښې له وجــې  ټپي اود۱۳۶۱كال دغويي دمياشتې په ۱۴ ه موږ څخه وكوچېد اود شاه شهيد په حـديره كي خــاورو ته وسپارل شو. 

روح دې ښــــــاده وي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery