مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-02   مخپرونکئ : عُمر واحديار

پاڅون مجله په ليکه شوه

سيد ياسر علي باچا


د کوزې پښتونخوا له مردان ښار څخه خپرېدونکې دوه مياشتنۍ (( پاڅون )) مجله د روان ٢٠٠٨ عيسوي کال د مۍ او جون مياشتې د ګڼې له چاپه له راوتلو سره سم  په انټرنټ کښې هم په  ليکه شوه او اوس دا مجله د لر او بر پښتانۀ وروڼه خوېندې کولې شي د اېنټر نټ له لارې وګوري او هم له دې مجلې سره خپل تماس او رابطه ټينګه کړي.
دوه مياشتنۍ پاڅون مجله له تېرو څو کلونو راهسې د کوزې پښتونخوا له مردان ښار څخه په باقاعدګۍ سره خپرېږي د دې مجلې نګران مشر: ډاکټر اسرار، ترتيب ورکوونکے يې محمد اقبال اقبال او س کولېشن منېجر يې سيد ياسر علي باچادے او اکبر هوتي اېډوکېټ او عثمان مردانوي يې په مرستيالانو کښې شامل دي
د دې مجلې د يوې ګڼې بيه ٣٠ روپۍ ده او په بهر هېوادونو کښې يې بيه شپږ ډالره ده.
د پاڅون مجلې اداره د لر او بر ټولو پښتنو د قلم خاوندانو ته بلنه ورکوي چې په خپلو قلمي زيارونو سره دې دا مجله لا ښکلې کړي.
د پاڅون مجلې انټ نټي پته: www.pasoon.org   
دفتري پته: مردان د معلوماتو او مشاورتي مرکز مال روډ م دان

برېښناليک: pasoon@mardan.com
ټېلفون: 0092-937-874489 ګرځنده: ٠٣٣٣٧٨٧٤٤٨٩
بېنک اکا نټ:   4787-4  MCB  بېنک روډ مردان

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery