مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خبرتیا : د كتابونو انځورونو او خپرونو ننداره


د اطلاعات و كلتور رياست او د افغان نوښت مشورتي دفتر په ګډه همكاري يو ځل بيا د كندهار په لرغوني او تاريخي ښار كښي د كتابونو ، لاسي هنرونو ، انځورونو او خپر ونو يوه لويه ننداره و ګرانو ښاريانو ته وړاندي كوي.
د نوموړي ننداري موخه و زده كړي ، م طالعي ، او عامه پوهاوي ته وده وركول دي. په دغه ننداره كښي به د پښتو ، دري ، انګليسي او نورو ژبو بيلابيل كتابونه او انځورونه و ننداري او پلورولو ته وړاندي سي.
انځور كړي ، خطاطي او دداسي نورو لاسي هنرونو لپاره ځانګړي برخه په پام كښي نيول سوي ده. نوموړي ننداره به په ښكلو مشاعرو ، حسن قران (د قرات او نعت سيالي )   علمي او ادبي ليكنو ، تاريخي معلوماتو ، ادبي څيړنو او تمثلي پارچو باندي رنګه او خونده وره وي.

نيټه:  د ثور ۲۱ نيټی(شنبی ورځ)  څخه تر ۲۶ نيټی (پنج شنبی) پوری
چهارشنبه (۲۵ ثور) يوازی د ښځو پاره ځانګړی شويده
وخت : د سهار د ۸ څخه تر ماشام ۷ بجو پوری هره ورځ
پته: ميوند هوټل، شهيدانو چوک، كندهار ښار

د لا زياتو معلوماتو لپاره په لاندي شميرو تماس ونيسي.
احمدجان نظ ي      ۷۰۰۳۳۰۲۴۷  ( ۰)  ۰۰۹۳
ميراحمد مير          ۰۷۰۰۳۲۲۳۶۰  ( )  ۰۰۹۳
ایمیل ادرس:        Exhibition.aicb@gmail.com
ويب پاڼه:            www.afghanconsulting.com   

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery