مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-05   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

ښاغلى ولي کرزى، کور دې ودان!

جلالزی

ښاغلى ولي کرزى، کور دې ودان!

محمدگل

په بېنوا ويبپاڼه کې مې د ښاغلي ولي کرزي له خولې يو څه وليدل.ويلي يې  وو، چې په کندهار ولايت کې دپيل شويو بغاوتونو او خونړيو کړنو دختمېدو لپاره بايد يو څه وشي.له هغه رپورټ نه داسې ښکاري، چې ښاغلى  ولي کرزى غواړي، چې له طالبانو او ددولت له مخالفينو سره خبرې وشي.

 ډېره ښۀ خبره ده.جوړ جاړى ښه دى. خداى دې وکړي، چې وشي او له جنګونو خلاص شو.

خو خبره داده،چې ښاغلى ولي کرزى  تاسو تر اوسه چېرته واست؟

 دا پښتانه چې وژل کېدل، تاسو يې ولې تر دې دمه ننداره کوله؟

 دا خروار، خروار بمونه چې د پښتنو پر جونګړو او کورونو غورځېدل، ايا بيده واست؟ 

تاسو خبر ياست چې سږ کال  دپښتنو دشملې ولايت له کندهار نه څو تنه پوهنتونونو ته بريالي شوي دي؟

له  دې دومره اوږدې تباهۍ وروسته، بيا دکندهارشمله ور څنګه درپه ياد شول؟

شاباس، کور دې ودان، چې اوس خو دې هم ورته پام شو!

کور دې ودان!چې دا خوارکي پښتانه خو دې په پام کې وګرځېدل!

 غواړم، له طالبانو سره دخبرو او اترو لپاره  يو څو ټکي ياد کړم:

اول:  دښاغلي ولي کرزي خبره سمه ده،چې بايد په کندهار کې يو څه وشي. طالبانو سره دې خبرې وشي. حکومت کې دې ځاى ورکړل شي اوسياسي نظام کې دې شريک کړاى شي.

 دوهم:يو داسې  شخصيت ته دې د ملي پخلاينې پروګرام وسپارل شي، چې هغه  په سمه توګه له طالبانو سره خبرې وکړاى شي. نړيوال قانع کړاى شي، چې طالبان ددې هېواد دوجود يوه  لويه ټوټه ده. او خبرې ورسره ضروري دي!

 ځکه تراوسه چې د ولسمشرلخوا کوم،کس دطالبانو او ددولت دمخالفينو دپخلاينې لپاره ټاکل شوى، ښاغلى صبغت الله مجددي يادوم. هغه دا وړتيا نه درلوده او نه يې لري چې ټولو مخالفينو سره  دې سپينې خبرې وکړاى شي اوهغوى دې د سولې بهير ته راتاو کړي!

 ښاغلى صبغت الله مجددي دقدر وړ خصيت دى.جهادي شخصيت دى. روحانيون ورته احترام لري. خو دومره پياوړى سياستمدار هم ندى، چې پر څلور چوکيو دې ناست وي او په هېواد کې دې ټول مخالفين او مرور هم  پخلاکړي.

 دى د(افغانستان دسولې د ټينګښت) رئيس، د (ملي نجات ګوند) مشر،د حرکت انقلاب اسلامي رهبر اودمشرانو دجرګي رئيس هم دى.دۀ څلور واړه چوکۍ ئي اجاره کړيدي. داسې ښکاري، چې پر يوې يې څادر، پر بله يې خولۍ(ټوپۍ)، پر درېيمه يې چپنه او پر بله يې امسا ايښي دي! بل ډول خو امکان نلري. دۀ  له ځان سره نږدې ټول خپل، خپلوان، يوڅوغوړه مالان او مجدديان  راغونډ کړيدي. ميلونونو ډالر يې په تشريفاتي کارونو لګولي.انډيوالانو يې لوکس، لوکس دفترونه جوړ کړي. او دکار نتيجه يې په صفر کې ضرب ده. او داسې خلک يې پرځان راټول کړي، چې  دجنګ په درېدو کې هيڅ هم نشي کړاى.

همداشان، ښاغلي ولسمشر ددې لپاره چې خلکو ته وښيي، چې روحانيون هم ورسره دي، له ځان سره ئي ساتلى او له بلې خوا يې ددۀ له اپلتو او خبرو ځان ژغورلى دى.

 دا ټول په داسې حال کې دي، چې د حکومت مخالفين ورځ تر بلې پياوړي کيږي. په پښتنو سيموکې جنګ لا زوراخلي او  دوژنو لړۍ لا پسې غځېږي.

  په پاى کې بايد ووايم، چې خداى پاک دې وکړي، چې يواځې  دکندهار ولايت نه بلکې د ټول هېواد په کچه له طالبانو او د دولت له نورو مخالفينو سره خبرې وشي.  او دا خبرې يواځې په خولې نه بلکې عملي بڼه هم غوره کړي او داسې نشي،چې له انتخاباتو وروسته بيا هم دا جنګ وي او همدا خوارکي پښتانه!

 يو ځل بيا غواړم،ښاغلي ولي کرزي ته ووايم: کور دې ودان، چې دا بې وسه پښتانه درپه ياد شول. خو ګوره دخپلو سياسي  اهدافو لپاره ورته باټې ونه وهئ! ډېر ځورېدلي دي،دومره ژړېدلي دي،چې سترګو کې يې اوښکې ختمې دي او که دا ددغم لړۍ پسې وغځېږي نو باور وکړئ، چې د رڼو اوښکو پرځاى به سرې وينې توې کړي!

محمد گل

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery