له ولسمشر کزي څخه د يوو افغان س
تيري غوښتنه
زه دننګر هار د ولايت د يوي داسي ولسوالي اوسيدونكي يم چه د هيواد دجنوبي ګاونډي
هيواد يعني د پاكستان سره ډيره اوږده پوله لري چه عبارت د لعل پوري د ولسوالي څخه ده
زه چه د هيواد د
نورو ولاياتو په پرتله د خپل ولايت امنيتي وضعي ته ګورم نو د خداي پاك له دربار څخه ډير شكرونه ادا كوم چه
ويه خدايه لويه لورينه دي د مشرقي ولاياتو په خلكو دي كړيده دا خلك دي خداي پاك دي تل په امن كي لري تر څو
چه پدي ولاياتو كي د هيواد د بيا رغاوني ټولي چاري په ډاډ منه فضا كي تر سره شي.ددي يواځني علت د دي ولايت د خ
كو پوهاوي او د تعليم د خوږ نعمت خخه ددي ولايت د خلكو بر خمني ده.
راځم خپلي قصي ته زه د څو كالو
اهيسي د هيواد د شرف او ناموس د ساتلو.ځمكني بشپړتيا،ملي حاكميت څخه ددفاع په غرض د ملي اردو په صفوفو كي
كه د هيواد د نورو سر خندونكو ځوانانو په څيردنده تر سره كوم، د هيواد دملي نواميسو ددفاع لپاره داسي د جنګ م
حاذ به نه وي چه ما به د نورو همسنګره ورونو سره يو ځاي پكي ګډون نه وي كړي، دمشرقي نه علاوه د قندهار ولايت د
ژيړي او پنجوائيد ولسواليو د دښمنانو خخه د پاكولو په عملياتو كي مي هم پوره ونډه لرله او باالاخره اوس د ه
مند ولايت د موسي قلعه په ولسوالي كي دنده تر سره كوم.
زه چه د هيواد هري برخي ته د خدمت لپاره ليږل
وي يم صرف همدغه يوه ارزو لرم چه اي خدايه دا وران او ويجاړ وطن نور د جنګ د لمبو څخه ليري لره ،اي خدايه مونږ
هم لكه د نوري نړئ د خلكو په څير حق لرو چه د امن په فضا كي د ارامي څاه واخلو او د جنګ نه په پاك ماحول كي خوب او
ارام وكړو.
زه څه موده د مخه د خپلي رخصتي د تيرولو لپاره د يوه ضروري كار لپار ه د كابل ښار ته راغلي وم
بيرته د وظيفي ته د تګ په لاره كي زه د يوي داسي صحني سره مخ شولم چه يادول ئي لوړ پوړو مقاماتو ته ضرور ي
بولم،زه يوه ورځ سهار وختي د كاٰبل ښار د كمپني په ساحه كي د هلمند ته د تګ په موخه په بس كي كښيناستلم موټر لا
څو ګامه مخ ته نه وو تللي چه د ارغندي ساحه ورته وائي يا څه وائي د تالاشي لپاره ودرول شو كله چه دوي خپلي پ
ټني پاي ته ورسولي غالباَ دري كيلو متره وړاندي موټر د يوشمير مسلح كسانو له خوا بيا د تالاشي لپاره ودرول
و چه ددي خلكو دريشي ګاني هم د پخوانيو خلكو په څير نه وي او بر خورد ئي هم فرق كاوه دوي د ټولو مسافرينو سره
داسي رويه كوله چه تابه ويلي ګوندي ټول افغانستان دوي فتح كړيدي او كرزي صاحب هم ګوندي چه د قدرت په ګدئ ناست
دي ددي ګروپ له بركته دي ، زمونږ په موټركي د نارينه مسافرينو په تعداد د ښځينه مسافرينو تعداد زيات وو يوه
سړي نه چه قندهاري لونګي ئي د سر نه تړلي وه د تالاشي مسوول پوښتنه وكړه چه . .......هغه سړي خپل ټول اسناد
او شواهد ورته وښودل دي تالاشي والاته هم معلومه شوه چه نوموړي د دي نظام د اداري برخي يو متخصص دي مګر د هغي
كيني او حسد له مخي چه دغه عسكر ددي ځاي د ټولو اوسيدونكو سره ئي لرله دي سړي ته ئي فحش ويل او بدي ردي ئي شروع
كړلي ،زما هم زړه طاقت ونكړ ما هم ددي تالاشي والا نه پوښتنه وكړه چه ولي ئي په عذابوي مګر بيا هم دي موظف
خص قناعت نه كاوه با الاخره مونږ ئي تقريباَ يو نيم ساعت ودرولو .
ما چه ددي ځاي نه د رخصتيدلو نه وروسته
دا مسئله د نورو سپرليو سره شريكه كړه نو ټولو خلكو ويلي چه دلته روزانه همدغه حال وي حتي خلكو ويلي چه ډير خ
ك د كابل،وردګو او حتي ځيني خلك د غزني والي صاحبانو ته هم د دي امنيتي كسانود بدي رويي په خاطر تللي دي او
چارواكيو ددوي د اصلاح كولو وعدي هم وركړي دي .
نو زما غوښتنه د لوړو مقاماتو او ولسمشر ک
زي څخه داده چه دغسي ناوړه اشخاص دي د لويو لارو په اوږدو كي د تالاشي كولو په دندو نه ګماري .ځكه چه
افغانان ۱۳۵۷ كال نه راهيسي په يوه او بل نامه ډير زوريدلي دي او نور بس دي چه خپل مظلوم هيواد وال نور ونه زو
وو.