د کندهار مجلې د ۱۳۸٦ ش کال وروستۍ ګڼه په ۱۰۴ مخونو
کي چاپ سوه. د مجلې زياتي ليکني د اعليحضرت احمدشاه بابا په باب دي، خو د دې تر څنګ ځيني نوري علمي، تاريخي او
ادبي ليکني هم لري چي د نوموړي مجلې د همېشنيو همکارانو، ډاکټر عبدالرازق پالوال، استاد محمدمعصوم هوتک،
اکتر نثاراحمد صمد، عبدالقديم پتيال، عبدالمجيد بابي، عبدالقيوم مشواڼي، حيات الله رفيقي، فضل محمد پنهان،
نوراحمد قرآنمل، سعيد لودين او داسي نورو ليکوالو له خوا سوي.