په ډنمارک کې د خپلواکۍ د فرهنګي خدم
تونو مرکز اعتراض لیک
هماغه شان چې ټول هېوادوال خبر دي د افغانستان د اسلامي دولت چارواکي په پام کې لري
چې په افغانستان کې د وګړو سرشمېرنه په نږدې راتلونکو وختونو کې ترسره کړي .دا چې ددغه شان سرشمېرنې لپاره
نوموړي چارواکي او د هغوي سیمه ایز او نړېوال انډیوالان څه لاملونه وړاندې کوي دا په هېڅ صورت د افغان م
ت لپاره د منلو او قناعت وړ نه دي .د هېواد زیاتره وګړي له دغه شان بېړنۍ او ناسنجول شوې او غیر عملي سرشمېرنې
سره نه یوازې همغاړي نه دي چې عملا له قهر او غضب نه راپارېدلي او دلته او هلته د سیمینارونو ، غونډو ، اعت
اضونو او پیغامونو له لارې خپل مخالفت اعلانوي .دلته د ( خپلواکۍ ) فرهنګي مرکز ته هم په اروپا ، امریکې ،
کاناډا ، آسترالیا او د پخواني شوروي اتحاد په بېلا بېلو مستقلو هېوادو کې زیات شمېر افغاني مهاجرو کو
نیو د برېښنا لیکونو ، ټیلفونونو او مخامخ تماس له لارې دا غوښتنه کړې چې له همدې امله د دوي د نه موافقت
او اعتراض غږ په پورته کولو کې موږ هم وسیله شو . هلته دننه په هېواد د جنګي او نا امنو شرایطو په موجونو کې خلک
دغه شان سرشمېرنه بې وخته ، ناسمه او زیانمنه ګڼي ، نو له همدې امله موږ هم خپل د اعتراض غږ له خپلو
نورو هېوادوالو سره همغږی کوو او په دې توګه د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ، د افغانستان د پارلمان
دواړو مجلسونومشرانو ، د ملت استازو او محترمو وکیلانو او سناتورانو ، دعدلیې وزارت ، د افغانستان
ویې څارنوالۍ ، د سیاسي ګوندونو ، ټولنیزو او فرهنګي سازمانونو او دوایرو ، مشرانو او غړو ، د
افغانستان ژورنالیستانو ، لیکوالو ، هنرمندانو ، دیني عالمانو او ملایانو او خپل ګران او میړني ولس
ته مخه کوو او په ټینګه ددې غوښتونکي یو چې په افغانستان کې د وګړو د سرشمېرنې دغه نابشپړه پروسه باید ود
وي ، ځکه په اوسنیو جنګي حالاتو او نا امنو شرایطو کې په دغه شان سر شمېرنې سره به نه یوازې د ملت د یو
اطع اکثریت ( هغوي چې په نا امنو ولایاتو کې ژوند کوي ، یا د ړندو بمباریو له کبله بې ځایه شوي او یا هم د
روان چور ، تالان ، ترور ، ډله ایزو وژنو او وحشت له لاسه ګاونډیو او د نړۍ نورو هېوادو ته مهاجر شوي )
حق تر پښو لاندې شي چې د پردیو په تېره بیا د ایران ، پاکستان او یو شمېر نورو افغان دښمنه ګاونډیو
او لرې هېوادو عمالو او جواسیسو ته د کورنۍ شخړې د دوام ورکولو لارې هم اوارې شي .دلته موږ په زغرده دا خبره
یادول غواړو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتو او نړېوالې ټولنې پام دې ټکي ته رابلل غواړو چې په افغانستان کې د
پښتون وژنې ترڅنګ د پښتو او افغان د نومونو او تاریخي هویت د له منځه وړلو لپاره له ډېرې مودې پټ ، مرموز
او په ځینو مواردو کې ښکاره دسایس او لاس وهنې روانې دي .دغه شان حرکت د افغانستان د ولس ( ټولو
افغانانو ) غمېزه لا پسې اوږدولای شي .موږ په ټینګار سره بیا هم دغه اصل یادول غواړو چې په نظر کې نیول شوې سر
مېرنه په اوسنیو حساسو شېبو کې د افغان ملت په ګټه نه ده . هیله ده چوپ پاتې شوی اکثریت په خپل تاریخي اعتراض س
ه ددغې ناسمې او بې وخته سرشمېرنې مخه ونیسي .
و من الله توفیق
د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز په
استازیتوب