مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خبرتیا :: خوست كې علمي سيمينار جوړيږي


د پيوستون كولتوري او خپرندويه ټولنې له خوا، په جوړيدونكي دې سيمينار كې د هېواد له مركز، ولايتونو او هېواده د باندې وتلي او منلي ليكوالان ګډون كوي.
د سيمينار موضوع، د فوكلوره پوه لېكوال عبدالكريم پتنګ، د هغو څېړنيزو آثارو جاجول او ارزښت ته كتل  دي، چې لسګونه كلونه وړاندې، د پښتو ټولنې او نورو اكاډميكو ادارو له خوا چاپ شوي.
د سيمينار ترڅنګ، د پښتو كولتوري ټولنو ګډه جرګه ګۍ، په خوست كې د يوه ګډ ادبي بهير د پرانېستنې تابيه هم لري.
سيمينار به د مشاعرې، تم ثيل او  نورو ساعتېرو برخو په لرلو سره، د ګډونوالو ذوقي تنده هم خړوبه كړي.
نو درنو پښتنو او په ځانګړې توګه، د خپلې خوږې مور (پښتو) پالونكو!
تاسو هم په دې سيمينار كې له موږ سره ګډون وكړئ او په خپل راتګ دا ناسته لا ښكلې او رنګينه كړئ!.

جوړوونكې:  پيوستون كولتوري او خپرندويه ټولنه - خوست
ملګرتيا: د پښتو كو توري ټولنو ګډه جرګه ګۍ – كابل
وخت:  راتلونكې جومه (جمعه) ،  د روان ۱۳۸۷ لمريز كال، د غبرګولي (جوزا) دريمه او د ۲۰۰۸ ميلادي كال، د مې مياشتې درويشتمه نيټه.
ځاى: خوست –  غازي ببرك خان پارك ته څېرمه، د جرګو تالار.
وخت: د سهار اووه بجې.

اړيكې:
په كابل كې ډاكټر خوشال روهي – شمېره: 0708198374

خوست: محمدالياس وحدت
شمېرې: 0708198203 – 0799136559
يادونه: د نورو ولايتونو ګډونوال دې، د(پنج شنبې) په ورځ، خوست ته ځانونه و سوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery