مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پانګه مجله په ساينسي اواقتصادي لیکنوونازوئ

هادي

درنو ښاغلو او آغلو

سلامونه او ښې چارې!

پانګه اقتصادي، ساينسي او زراعتي مياشتنۍ خپرونه ده چې د سوېل لويديځې حوزې له زړه (کندهار) څخه خپرېږي.

که څه هم په دې حوزه کې ګڼ شمېر کلتوري او ادبي خپرونې چاپېږي، خو زموږ هېواد د ياد شويو څانګو تر څ نګ له ژوندانه او پوهې سره د تړلو نورو بېلابېلو موضوعاتو په اړه هم مجلو، خپروونو او ... ته اړتيا لري او موږ دغه ټکي ته په پام سره هڅه کړې يوازې له اقتصاد سره تړلو مسايلو ته په پانګه کې ځاى ورکړو او د ژوند دغه اساسي ب خې ته د خلکو پام راواړوو.  

د پانګې د خپرولو اساسي هدف او موخه د ګران هېواد اقتصادي وده او پرمختګ دى، پانګه هڅه کوي چې هېوادوال د اقتصاد په ارزښت وپوهوي تر څو هغوى هم د نورې نړۍ د اوسېدونکيو په څېر وکولاى شي خپل لوېدلى اقتصادي حالت بيرته په پښو ودروي او له هغوى سره د سيالۍ جوګه شي، ځکه زموږ د هېواد او هېوادوالو ګڼې ستونزې د نورو لاملونو تر څنګ د اقتصادي ضعف څخه راټوکېدلې دي.

پانګه په دې وروستيو کې ځنډېدلې ده او د ځنډ امل يې د معياري ليکنو نشتوالى دى، د خپلو ادبي او کلتوري هلو ځلو او ورځنيو چارو تر څنګ پانګې مجلې ته پاملرنه وکړئ، پانګې ته د افغانستان او نړۍ د اقتصاد، ساينس او ټکنالوژۍ، زراعت او نور اړوندو مسايلو باندې خپلې ليکنې، تبصرې، شننې او ژباړې راولېږئ.

پانګه ستاسو همکارۍ او معنوي لاسنيوي ته سترګې په لاره ده، مه پرېږدئ چې دا مجله هم د نورو په څېر د يو څو ګڼو تر خپرولو وروسته مړه شي.

ستاسو د لا زياتو برياليتوبونو په هيله
panga editor:-  info.panga@gmail.com 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery