مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-01-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

امريکا : د استاد سعدالدين شپون پيغام

استاد سعدالدين شپون _ امريکا

 

 د افغانانو د نيمي پېړۍ دوست ومړ

 ٦_جنوري _ ٢٠٠٥ ز

د افغانانو د نيمي پېړۍ خواخوږی ، د پښتنو د ترخو او سختو ورځو يار او د پښتنو د ژوند د تاريخ خوندي کوونکي کلاوس فرديناند د جنورۍ په پنځمه په ډنمارک کي ومړ .

کلاوس پسله مورګينستېرنه په ټوله اروپا کي د افغان پېژندوکي په حيث پېژندل شوی استاد و ، تر مرګ څو ورځي تر مخه يې خپل شاهکار د کتاب په بڼه چاپ کړی و.

د کلاوس نږدې کسان پښتانه کوچيان وو او په کابل کي به دده کور نه بهر  ډير کله اوښان چو وو .

د کلاوس اتل چي تل به يې ياداوه  ، د اکا خېل کوچيانو مشر ، مالک کاکو و .

ده ويل چي د مالک کاکو په شان هوښيار سړی يې نه په ختيځ کي ليدلی او نه په لويديځ کي .

ياد يې په خير ، ارواح دي يې ښاده وي او خدای خبر چي به دده ځای ژر ډک شي .

په درناوي

سعدالدين شپون

د امريکا متحده ايالات

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery