مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-01-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ډنمارک : دافغانستان د . . .خپلواکۍ دخواخوږۍ پيغام

يوسف هيواددوست

 

د ډنمارکي افغانستان پېژندونکي کلاوس فردینانت د مړینې له امله

په ډنمارک کې د افغانستان د علمي -فرهنګي څېړنو مرکز ( خپلواکۍ ) د خواخوږۍ پیغام

 

 

په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نومیالی افغانستان پوه او وتلی ډنمارکي لیکوال ،ژورنالیست ،

څېړونکی او اتنوګراف کلاوس فردینانت  د جنورۍ د میاشتې په ۵ نېټه له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې .کلاوس فردينانت

د افغانستان ټولې فرهنګي او علمي کړۍ  او په ځانګړې توګه دلته په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) فرهنګي

مرکز او په ډنمارک کې د افغانستان اوسېدونکي فرهنګي او علمي  شخصیتونه ځکه د کلاوس فردینانت

 په مړینه خواشیني دی  چې هغه د خپل خوږ ژوند ډېره او خوږه دوره په افغانستان کې له افغانانو او په ځانګړې

 توګه له کوچیانو سره تېره کړه او وروسته له پراخو څېړنو او پلټنو یې د افغانستان د وګړو او په ځانګړي توګه د افغانی کوچیانو په باب  یو شمېر ګټور کتابونه ولیکل .کلاوس  د ډنمارک د ( شیلن ) د وچې  اوسېدونکی و او د ( نیستیفل ) په ښار کې زېږېدلې و .پلار یې (یوهنس ) نومیده . هغه په ۱۹۵۳ ز کال کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته سفر وکړ ،یو کال وروسته یې مېرمنه هم ورغله ،هغه هم لیکواله او اتنوګرافه ده.هلته دوه کاله و اوسېدل .زیاتره به کابل ،جلال آباد،غوربند،لغمان ،او د افغانستان  په ځینو نورو مرکزي سیمو کې اوسېده.دغه راز هغه په قندهار او هرات کې هم اوسیدلی دی .په دغو ټولو سیمو او د هزاره جات په سهیلي سیمو کې یې یو شمېر پلټنې او څېړنې وکړې .استاد فردینانت  په دې هکله خپله وایی : (( موږ یو هیات وو او د سیمې د لرغوني تاریخ ،کلتور او اتنیکي ارزښتونو راسپول مو موخه وه.....[وګورئ د [[خپلواکۍ ]]د خپرونې د دریم کال اتمه ګڼه - ډنمارک ))  ،دغه راز د افغانستان د لرغوني تاریخ په باب د دغه ستر انتروپولیجست  او وګړ پېژندونکي  یو  شمېره مقالې او لیکنې  د ډنمارک  په پوهنتونونو ( د کوپنهاګن او آغوس  د ښارونو  پوهنتونونه ) کې هم  تدریس کیږی،او یو شمېر یې په ورځپاڼو ،مجلو او بېلا بېلو خپرونو کې خپرې شوي دي .موږ هیله لرو افغانان د دغه ستر افغاندوسته شخصیت یاد تل وساتی او په دې توګه د افغانستان د اسلامی دولت  او دملګرو ملتو د یونسکو د ادارې  له چارواکو څخه غواړو چې د کلاوس  فردینانت  د تلپاتې یاد لپاره دهغه آثار او لیکنې راټولې او دافغانستان په ملي ژبې وژباړی.

موږ په داسې حال کې چې د هغه مړینه د ډنمارک  ،افغانستان او ټولې نړۍ علمي - فرهنګي کړیو ته یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼو په توګه د هغه فرهنګیالې  مېرمنې  اودکورنۍ نورو غړو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو 

په ډنمارک کې د افغانستان د علمي - فرهنګي  څېړنو مرکز ( خپلواکۍ ) په استاریتوب

یوسف هېواددوست 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery