بیا دوحشت بلا لنګه
ده زما کلي کي نن دازرین ستوري ویشتلي چا کلي کي خدایـــــــــــــــه خبر نه وم چي زړونه دتیږ
و څـــــــــــــو انسانانو ته ورکړي تا کلي کي ( حیدري)
بېنوا یان نن دخپله منځه د یو زړه ور او خندرویه انسان ، هغه انسان چي همیشه دخپل ژوندانه په
ټولو چارو کي دیو همدرده او خواخوږي رویې څښتن و د ویراو ماتم پرټغر ناست دي دا ستر انسان یوبااح
ساسه ځو ان ارواښاد عبدالصمد روحاني و چي نن په هلمند ولایت کي دانسان دوښمنه ځناورانو لخوا په ډیره بې رحمي
ځوانیمرګ شو . انالله وانا الیه راجعون
دا ځوانیمرګ شهید چي یواځنۍ ګناه ئې دخپلو بې ګناه هیوادوا
و ږغ تر نړیوالو پوري رسوول و. نن په داسي حال کي په شهادت ورسیدی چي لومړئ په ډيره ناځوانمردانه شکل دشپې له
کوره ویستل شوی و او بیا په ډزو تر ویشتلو ورسته وحشي ځناورانو حلال کړی و او بیا یې د بولان په یو هدیره
کي غورځولئ و،
ځوانیمرګ روحاني ډیرتاند و، یو ۲۵ کلن ګل هوسه ځوان و دوې کونډي او یوه یتیمه لو
، زهره ترکه مور او په شناوی ږیره غمجن پلار یې بې سرنویشته پاته سول ځکه یوازي دئ و چي دخپل قلم په وسیله یې د
کور نفقه برابرول .دې ځوانیمرګ په لومړي سر کي د پژواک سره بیا د بي بي سي سره ئې د خبریال په حیث کارکاوه . خو
د لومړي سره دبېنوایانو په ډله کي دڅلوروکلنو راهسي د یو فعاله همکار په توګه پاته شوی و . هغه د بېنوا په پاڼه
کي د یو لړ امنیتي ستونزو چي لاله وړاندي يې احساسولې له کبله په مستعار نامو (ع . نورزئ )او(طارق نو
زي) خپلوهڅو ته دوام ورکړی و ، او ددې تر څنګ يې د هلمند اوټول هیواد په اړه پر وخت بېنوا پاڼي ته لسګونه
مقالې لیکلي دي . د بېنوا پاڼي لخوا په یو ویبلاګ هم نازول شوی و چي د سیند په نامه ئې په خپله چلوئ .
زموږ بېنوایانو دغه روان مطبوعاتي یون (بېنوا انټرنیټ پاڼي ) ته چي یوازي د ملي احساساتو
او پښتني جذبوپه مټ پرته د کوم مادي امتیازه د لسګونو کسانولخوا پر مخ بیول کیږي د عبدالصمد روحاني غوندي د
یو پیاوړي او رښتني انسان دلاسه ورکول واقعا یو نه جبرانیدونکی زیان دي چي تر ډيره به یې تشه پوره نشي .
د بینوا ویب پاڼي مشر تابه هیت او زمونږ د کور دننه او بهر میشت همکاران د وتلي خبریال عبدالصمد
روحاني په مړینه خپل ژور خفګان څرګندوني او خدای بښلي روحاني ته د لوی رب له درباره د فردوس جنت او د هغه
کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.عبدالصمد روحاني چې د خبریالۍ،فرهنګ او ادب په برخه کې یې نه هیریدونکي هڅي
کړي تشه به یې تل د پښتنو خبریالانو په مینځ کې محسوسه وي . نوموړي په ډیرو سختو او جګړیزو حالاتو کې له ناکراره
ولایت هلمند څخه رپوټونه ورکول او د هلمند ولایت د خلکو هغه ستونزي یې د نړیوالو غوږو ته رسولي کوم چې د بیلا
بیلو ډلو له خوا ورسره مخا مخ دي. د هلمند د دې باتور بچي شهادت دې مبارک وي. د بینوا ویب پاڼي کارکونکي د
خدای بښلي روحاني د مړیني خبر سخت متاثر کړي او ورته د لوی خدای له دربار څخه د جنت مطالبه کوي.