مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دښاغلي روحاني د وژنې په اړه دخواشينۍ پيغام

په ډېرخفګان سره  مو خبر تر لاسه کړ، چې د بي بي سي راډيو  او پژواک خبري اژانس خبريال، ليکوال  او شاعر ښآغلى عبدالصمد روحاني د هېواد  دم عنوي او مادي  دښمنانو له لاسه په ګوليو، غلبېل، غلبېل شويدى.
د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې  ټول غړي  د نوموړي وژنه په کلکه غندي او د پېښې عاملين  دهېواد او هېوادوالو دښمنان بولي.
همداشان دارواښآد روحاني کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، اړوندو ادارو او نورو خواخوږيو سره په دغه ستر غم کې ځانونه شريک بولي او نوموړي  ته دلوى څښتن (ج)له دربار څخه فردوس جنت او قاتلين يې په  دې نړۍ او هغې نړۍ مختوري غواړي. همدغسې د ارواښاد کورنۍ ته د جميل صبر غوښتونکي دي.

دخواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې مشر
الحاج غرزى خواخوږ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery