مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په بلجیم کی دافغانانوکلتوری بهیر دخواشینۍ پیغام

دځوانیمرګ شهیدعبدالصمدروحانی دشهادت لامله په بلجیم کی دافغانانوکلتوری بهیر دخواشینۍ پیغام

په ډیری خواشینۍ مو خبرترلاسه کړ چه په وطن مین ځوان اوخواریکښ خبریال عبدالصمد روحانی دافغانیت ، اسلامیت اوانسانیت ددښمنانو لخوا په شهادت ورسید .دده شهادت ټول افغان ولس دغم پر ټغر کښیناوه. قالوانالله واناالیه راجعون

پرون د2008 کال دجون دمیاشتی نهمه نیټه په بلجیم هیوادکی د افغانانو کلتوری بهیرجرګې ددی هیوادپه پلازمېنه ـ بروسل ښا کی خپله بیړنۍ غونډه وکړه.

دې غونډې ته دبرو پښتنو ځینی کلتوری څېرې اوکلتورپال هم رابلل شوی وه.

دغونډې لومړۍ برخه شهیدروحانی ته ځانګړې شوې وه . چه په ترڅ کې یی دخدایبخښلی ناځوانه وژنه وغندل شوه اویادونه وشوه چه دروحانی شهید نشتوالۍ به دهیواددخبریالۍ په برخه کې تلپاتې تشه رامنځته کړی ، ځکه ده داسې سترې ځانګړنې درلودلې چه له نورو یی توپیراوه.دده په ځانګړنوکې یی دخبرلنډوالۍ ، دخبر صحت، دخبرپوره والۍ ، دخبرپ خپل وخت لیږد ،دخبردپوهیدولوړه کچه او ترټولوعلاوه په خبرکې دده بې پرېوالۍ یادولی شو. دده بله ځانګړنه دده زړورتیا وه چه په هرډول ګرانواوسختو امنیتی حالاتوکې به دپیښې په ځای کې حاضراوپه امانتدارۍ سره به یی رپوټونه برابرول. ددې په څنګ کې دښو ټولنیزو اخلاقوخاونداوډیربی آزاره اوبیضرره انسان وو.هغه دده خپله خبرچه مچ به یی لاهم نه وی آزارکړۍ ، خوپه ډیر افسوس چه دانسانیت غلیمانوونه شوزغملای اوپه ډیره ناځوانۍ سره یی په شهادت و وساوه اوټول ولس یی بی روحانی کړ.

په بلجیم کې دافغان کلتوری بهیرټول غړی اومېشت افغانان پداسې حال کې چه دلوی څښتن (ج) څخه شهیدعبدالصمدروحانی تهدفردوس جنت غوښتنه کوی ، پدې سترغم کې ځانونه دشهیدروحانی ددرنې کورنۍ اوټولو وطنوالوسره شریک ګڼی او دوی ټولوته دجمیل صبراوزغم غوښتنه کوی.

همدارنګه له افغان دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو چه ددې سترشهیددشهادت دعاملینوپه موندنه کی  خپل ټول امکانات پکارواچوی که نه نوډیرې پوښتنې به راوزیږوی.

همدارنګه لدی وروسته دې هرکال دغه د جوزا نولسمه نیټه په هیوادکې دآزادواو ښتینوژورنالستانوسره دزورزیاتی دتورې ورځې په توګه ددولت په کچه یادونه وشی.

روح دی ښاداودښمنان دی م ختوری وی.

 

په افغانی درنښت

په بلجیم کی دافغانانوکلتوری بهیرمشرتابه ج ګه

دمشرتابه جرګې په استازیتوت

پوهنیارسیدحضرت

بروسل ښار ـ بلجیم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery