دخپریدو نیټه : 2008-06-10 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
دعبدالغفورلېوال دخواشيني پيـــــــغام!
دارواښاد عبدالصمد روحاني دمړيني له ام
ه دعبدالغفورلېوال دخواشيني پيـــــــغام!
په ژوري خواشيني سره خبرشوم چي دهيواد يوتکړه ژورناليست
عبدالصمدروحاني دهيواد ددښمنانو له خوا شهید شوې دی .
انالله وانااليه راجعون
ارواښاد عبدالصمد روح
اني يوه زړه سواند اوفعال ژورناليست و،داڅوکاله پرله پسي يي دهلمند په ولايت کي ژورناليستي فعا
يتونه درلودل ،او ددغه جنګ ځپلې سیمې په اړه یې بې پرې او رښتیني معلومات خپله افغانانو او نړيوالو ته ورکول ، چې
د هېواد دښمنه عناصروته یې زغمل نور د دوی له وسه بهر و نو ځکه یې دحق يو بل غږ دخپ کولو په لړ کې داځل بې ګناه
وحاني دخپلې چاړې تیغ ته برابر کړ .
د ارواښاد روحاني وينه به اخرهم رنګ راوړي او دغه هېواددښمنه عناصر
به مخ توري پاتې شي
زه په خپل وار د ارواښاد عبدالصمد روحاني وژنه غندم او دده کورنۍ ، دوستانو ،
ته تسلیت وايم . له افغان دولت او د ژورنالیستانو له ټولنو څخه غوښتنه کوم ،چې ددغه پېښې په اړه پلټنه
وکړي او عاملان یې د قانون منګولو ته وسپاري .
په درنښت
عبدالغفور لېوال